لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ افغانستان دیني عالمانو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ورکول مذهبي فریضه بللې


د اومان په پلازمینه مسقط کې دپاکستان اؤ افغانستان ددیني عالمانو دګډ کانفرنس په مهال دپاکستان اؤ افغانستان په ولسونو غږ شوی دی چې داسلامي احکاماتو په اساس دخپلو ماشومانو خیال وساتي اؤ دهغوئ د روغ صحت باوري کولو دپاره دې خپلو ماشومانو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړي.

دپولیو دناروغۍ دمخنیوي په اړوند دپاکستان او افغانستان ددیني عالمانو دا ګډ کانفرنس په داسې حال کې په اومان کې راجوړ شوی چې روانه اوونۍ په پاکستان کې دپولیو دکمپائن په مهال دپولیو دڅاڅکو ورکولو یو شمیر فعالین اؤ دهغوئ ساتونکي په ډزو وژل شوي اؤ دپولیو دڅاڅکو په ضد په ټولنیزو رسنیو سخته پروپیګنډه خوره شوې ده.

دګد کانفرنس په خپره کړل شوې اعلامیه کې د دواړو هیوادونو دیني عالمانو ویلي چې دپولیو څاڅکي نه یوازې داسلامي اصولو مطابق دي ، بلکې دا دټولو والدینو یوه مذهبي اؤ اخلاقي ذمه واري هم ده چې دخپلو ماشومانو د روغ صحت دپاره هغوئ ته دغه څاڅکي ورکړي.

دپولیو ناروغۍ دمخنیوي د مشورتي اسلامي ډلې )ایي ای جي) په تابیا دا غونده د پولیو د وائرس دمخنیوي دنړیوالو هڅو په اړوند یو نوی ګام دی>

په وړومبي ځل ای ای جی د دیني عالمانو غونډه رابللې چې مقصد د هغوئ د ټولنیز کردار ستائنه اؤ په افغانستان اؤ پاکستان کې دپولیو دناروغۍ په ضد مرسته ترلاسه کول وؤ.

په داسې حال کې چې دنورې نړۍ څخه دپولیو دناروغۍ نوغی په چټکتیا سره د وتلو په حال کې دی دپاکستان اؤ افغانستان سرحدي سیمې ددغې خطرناکې ناروغۍ وروستي مرکزونه پاتې شوي دي ،

په دې دواړه هیوادونه کې که یو خوا د روغتیا د کوټلو نظامونو نشتوالی بیلابیلو ناروغیو کې د ودې سوب ګرځیدلی نو بلخوا پکې دپولیو دڅاڅکو په ضد هم سختې پروپیګنډې روانې دي چې دغو پروپیګنډو دخلکو په ذهنونو کې شکونه راولاړ کړي دي.

د اومان د روغتیا،انتظامی اؤ مالي چارو مرستیال وزیر ډاکټر درویش بن سیف المهاربي اؤ د اومان دوهم ستر مفتي شیخ ډاکټر کهلان بن نوبهان الخروسي د پولیو دمخنيوي په اړوند دپاکستان اؤ افغانستان ددیني عالمانو د راجوړ شوي دې کانفرنس پرانسته کړې ده.

ډاکټر الخروسي وویل چې ماشومان د اسلام له نظره خورا مهم دي اؤ مونږ باید له هر پلوه دهغوئ دښه صحت خیال وساتو.

په دغه موقعه دمصر دجامع الازهر مرستیال ډاکټر صالح عباس ګوما صالح په والدینو غږ کړی چې دخپلو ماشومانو د زیان څخه ژغورلو دپاره هغوئ ته باید د پولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړي.

هغه دپاکستان اؤ افغانستان دیني عالمانو ته باور ورکړو چې د ایي ای جي مفتیان د پولیو ضد واکسینو ملاتړ کوي اؤ هغوئ هم باید پخپلو وطنونو کې دپولیو دڅاڅکو ملاتړ ته راوبلي ترڅو ماشومان د معذورۍ څخه وژغورل شي.

د الازهر الشریف د اسلامي پلټنو اکیډمۍ اؤ داسلامي فقهې نړیوالې اکیدمۍ دنړۍ هیوادونو اؤ دولتونو څخه غوښتي چې ولسونه باید دې ته اړ کړي چې خپلو ماشومانو ته دپولیو ضد واکسین ورکړي ترڅو ددې دمعدوزه کوونکې ناروغۍ دلا پراختیا مخه ونیول شي.

د الازهر دپلټنو داکیدمۍ سکتر هغه ټولې فتوې وغندلې چې د پولیو د ویکسینو په ضد ورکړل شوي دي.

اؤ په امامانو اؤ دیني عالمانو یې غږ وکړو چې اولس ته باید دپولیو په ضد دکیدونکو کمپائنونو پراخه ملاتړ ته راوبلي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې سیمه ییز مشر ډاکټر احمد المنداري وویل په تیرو وختونو کې د پولیو دناروغۍ له امله په نړۍ کې هره ورځ خواوشا زر ماشومان اغیزمن شوي دي خو په ټوله نړۍ کې ماشومانو ته د ورکړی کیدونکو ویکسینو دأارې مونږ دپولیو ختمولو ته ورنزدې شوی‌یو.

په کال ۱۹۸۸ کې دپولیو دمخنیوي دهڅو پیل کیدو راپدیخوا دپولیو کسیونه ۹۹ اعشاریه نهه فیصده راټیټ شوي دي.

هغه وویل که چرې ماشومانو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکې نه ورکړی کیدل نو نن به هغه ۱۰میلیونه خلک چې پخپلو پښو ګرځي هغوئ به هم معذوره شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG