لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي عدالت د روس جاسوسې ته د ۱۸ مياشتو بند سزا اورولې


د امریکې عدالت د روس هغې جاسوسې ته د ۱۸ مياشتو بند سزا اورولې څوک چې په امریکا کې د وسلې ساتونکو پلوي او د يو روسي چارواکي ملاتړ ورته ترلاسه ؤ او په هغې د سياستوالو سره د ساز باز لرلو تورو ؤ.

روسي جاسوسه ماريه بوتينا نوميږي هغه تېر کال په جولايي کې نيول شوې او په دسمبر کې يې خپل جرم منلی ؤ.

په واشنګټن کې د ضلعې عدالت قاضي اغلې تانيا چوټکېن د جمعې په ورځ بوتېنا ته سزا اورولې چې د بند په وخت پوره کېدو به هغه د امریکې څخه شړلی شي.

بوتېنا ته د سزا اورولو په وخت هغې د رحم خواست هم کړی خو عدالت ورته د ۱۸ مياشتو بند سزا اورولې ده.

وکيل الفرېډ کېري ويلي، ماريه جاسوسه نه ده او هغه کله د روس د حکومت کارمنده نه ده پاتې شوې او هغه هيڅ پټ نه پېژني.

امریکا يي اټارني جنرال وليم بر د بوتېنا د بند تېرولو پرته روس ته د سپارلو خواست کړی ؤ.

استغاثې ويلي بوتېنا په دې خبر وه چې د هغې د کار نه د روس حکومت خبر دی خو هغه جاسوسه نه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG