لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په خاصه دار ځواک چاؤدنه کې درې سرتيري وژل شوي


د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په شوا تحصيل کې د خاصه دار ځواک په يوه چيک پوسته چاؤدنه کې درې سرتيري وژل شوي دي. بل لور ته په ډېره اسماعيل خان کې په يو کور چاؤدنه او ډزې شوي پينځه تنه پکې ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وېنا دا پېښه نن د خالي، شنبې په سهار وختي د شمالي وزيرستان د شوا تحصيل په رغزۍ علاقه کې شوې ده.

د ځايي چارواکو په وېنا د خاصه دار ځواک څلور سرتیري سهار چيک پوستې ته راتله او چې راورسېدل هلته ورته بم اېښودی شوی او چاؤدنه پرې شوې ده.

ځايي انتظاميه پخلی کوي چې د چاؤدنې له امله دوه سرتيري په ځای وژل شوي او يو بل په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بل ژوبل خاصه دار د ميرعلي په روغتون کې درملنه روانه ده.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

چارواکي وايي د پېښې وروسته ټوله علاقه په ګېره کې اخيستل شوې او د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کلونو کې خاصه دار ځواک ډېر د بدامنۍ د پېښو نه دی ښکار شوی او دا تازه پېښه په خاصه دار ځواک د بريد غټه پېښه ګڼل کيږی.

په شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ شوؤ د ضرب عضب عملیاتو کې په شوا تحصيل کې عملیات نه ؤ شوي او دا علاقه هم داسې پاکه ګرځول شوې او کډوال شوي خلک ورته زر بيرته ستانه کړی شوي وو.

خو په ياده سيمه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې مخې ته راځي.

په ډېره اسماعيل خان کې په کور بمي چاؤدنه

په ډي ايي خان کې د رمضان استرانه نومې تن د کور نه بهر اېښودی شوي بم ته چاؤدنه ورکړی شوې او بيا نښته هم شوې ده.

د ډي ايي خان پوليس وايي دا پېښه تېره شپه ناوخته شوې او استرانه په کور چاؤدنه او ډزو کې د دغه کورنۍ د يو تن په ګډون پينځه کسان ژوبل شوي دي.

د روغتون د چارواکو په وېنا کې په ژوبلو کې د يو روغتيايي حالت خطرناک دی.

پوليس وايي داسې مالوميږي چې د دغه شتمن کس نه تندلارو قلنګ غوښتی او د پېسو نه ورکولو وروسته د هغه په کور چاؤدنه او ډزې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG