لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سري لنکا کې د عملياتو وروسته د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۵ مړي ترلاسه شوي


د سري لنکا په ختيځه برخه کې د وسله والې ډلې سره د امنيتي ځواکونو نښته شوې او پوځي وياند ويلي په کوم ځای چې عمليات او نښته شوې د هغه کور څخه بيا ۱۵ مړي ترلاسه شوي دي.

د پوځ وياند ويلي د جمعې په ورځ ناوخته ترسره شوؤ عملياتو وروسته د کور څخه د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۵ مړي ترلاسه شوي دي.

د سري لنکا مېرر ورځپاڼې ترمخه په مشکوکه تن د عملياتو په مهال چاؤدنه شوې او د دغه ځای څخه د داعش په جامو کې اېښودی شوي ۱۵۰ کيلوګرامه چاؤدېدونکي بارودي مواد او نوره وسله ترلاسه کړی شوې ده.

کېتهولک مشر د اتوار په ورځ په سري لنکا کې د غونډو نه کولو ويلي ځکه چې چارواکو د نورو بريدونو امکان څرګند کړی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې سفري احتياط دې وکړی شي ځکه چې ترهګر د نورو بریدونو پلان کوي.

د تېر اتوار په ورځ په سري لنکا کې په چرچونو او هوټلونو باندې په ځانمرګو بريد او چاؤدنو کې د ۲۵۰ نه زيات کسان وژل شوي وو، له دې وړاندې چارواکو د ۳۵۰ کسانو د وژنو ويلي وو.

د سري لنکا چارواکو ويلي د بريدونو مرکزي پلان کوونکی زهران هاشم په بريدونو کې وژل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG