لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف د مې په لومړۍ اسلام اباد ته ستنېږي


واشنګټن ــــ پاکستاني او نړيوال مطبوعات د پخواني صدر مشرف د وکيل سلمان صفدر په حواله وايي چې صدر مشرف به د غدارۍ په جرم کې د مې په دويمه نېټه په عدالت کې وړاندې کېږي.

د جنرل مشرف وکيل سلمان صفدر مطبوعاتو ته ويلي، د مشرف کورنۍ ورته د دې خبرې تصديق کړی چې پخوانی پوځي صدر له ناروغۍ او کمزورۍ پرته د مې په لومړۍ نېټه اسلام اباد ته ستنېږي او د دې خبرې تصديق يې ورته کړی چې هغه به د مې په دويمه نېټه په عدالت کې وړاندې کېږي.

د مشرف وکيل سلمان صفدر ويلي په عدالت کې د مشرف د وړاندې کېدو لپاره يې د عدالت نه د مې 13مه نېټه غوښتې وه خو د عدالت درې کسيز بېنچ- چې مشري يې د بلوچستان د هايکوټ مشرې قاضۍ مېرمن طاهره صفدر کوله- دغه خواست رد کړ او ویې ویل چې مشرف په 13 عدالت ته وړاندې کېدی شي نو په دويمه هم عدالت ته ورتلای شي.

جسټس طاهرې صفدر ويلي وو که مشرف د غدارۍ په جرم کې په دويمه نېټه وړاندې نه شو نو په ضد به يې قانوني کاروايي کېږي او د ځان د دفاع حق به وبایلي.

په 2014م کال کې د مارچ په 31مه نېټه عدالت پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف د پاکستان د آيين ماتولو په مقدمه کې په لويه کچه د غدارۍ مجرم بللی وو، خو مشرف په 2016م کال کې د ملا د علاج لپاره دوبۍ ته تللی او د هغې وروسته څو څو وارې د عدالت په غوښتنه هم پاکستان ته نه دی تلای، چې وروسته عدالت هغه اشتهاري ګرځولی.

پروېز مشرف په 2007 م کال کې د نومبر په دريمه نېټه د پاکستان آيين معطل کړی وو چې له کبله يې عدالت هغه د غدارۍ په مقدمه کې مجرم بللی او قانون پوهان وايي د آيين د ماتولو جرم د هېواد سره غداري ده چې سزا يې پانسي يا د عمر قید کېدی شي.

د آيين د ځنډولو په سر د غدارۍ د جرم تر څنګ په پخواني صدر پروېز مشرف باندې د پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بټو په وژنه کې هم په 2017م کال کې فرد جرم لګول شوی چې پکې عدالت ته د نه وړاندې کېدو په سر پکې مشرف اشتهاري ګرځول شوی.

د بې نظير بهټو د مقدمې سره سره په پروېز مشرف د بلوچستان د پخواني وزيراعلی نواب اکبر بګټي د وژنې په سر هم د بلوچستان په عدالتونو کې مقدمې چلېدلې چې پکې عدالت مشرف بري کړی وو خو د اکبربګټي کورنۍ د دغې فېصلې په ضد په عدالت کې اپېل کړی.

د مې په دويمه نېټه به کتل کېږي چې عدالت د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په اړه څه فېصله کوي چې په ضد يې يو شمېر مقدمې دي او په دوو مقدمو کې اشتهاري مجرم هم ګرځول شوی.

که عدالت جنرل پروېز مشرف ته په دغو مقدمو کې سزا واوروله نو دا به د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل وي چې پوځي جرنېل ته به سزا ورکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG