لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په لاکونو ماشومان د پولیو ضد څاڅکو نه پاتې شوي دي


په پاکستان کې په وروستي ترسره شوي پولیو ضد پينځه ورځني کمپاين کې نزدې ۲۳ لاکه ماشومان د پوليو ضد قطرو څخه محرومه پاتې شوي دي.

که څه هم په رسمي ډول د پوليو ضد پروګرام يا چارواکو د پولیو ضد څاڅکو د کمپاين شمېرې نه دي خپرې کړي خو چارواکو ويلي د پولیو څاڅکو پرضد منفي پروپېګنډې د څاڅکو څخه انکاريان سېوا کړي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په سر ويلي په ټول ملک کې ۲۳ لاکه ماشومان د پوليو څاڅکو ورکولو نه پاتې شوي دي.

د خالي، شنبې په ورځ په پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام دپاره د وزيراعظم مرستيال بابر بن عطا ويلي ؤ اوسنی کمپاين د ګل د ورځې نه تر جمعې پورې ؤ او هغه پوره شوی دی.

وي او ای ډیو سره په خبرو کې هغه ويلي ؤ، "ايا د پوليو مهم ۹۵ فيصده نتيجې حاصل کړي دي، که نه دي، د دې د متعين کولو دپاره عالمي اداره صحت راته ويلي چې مونږ خبر يو چې دا ۹۵ فيصده نه دی" نو چې ټاکلی هدف نه دی ترلاسه شوی بيا د کمپاين نوره لړۍ ودرول شوه چې بې ځايه تاوان نه کيږي.

د پلازمينې اسلام اباد مرستيال کمشنر محمد حمزه شفقات پخلی کړی ۱۴۴۰۲ ماشومان د پوليو د څاڅکو ورکولو نه پاتې شوي دي.

د صحت نړیوالې ادارې يو چارواکي ویلي په خېبرپښتونخوا کې ۱۳ لاکه ماشومان د پولیو څاڅکو څخه څښلو پاتې شوي دي.

پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو تازه کمپاين د لمړۍ ورځې څخه د اوازو سره مخ شوی کله چې د پېښور په ماشوخېلو کې د پولیو څاڅکو څخه د سوؤنو ماشومانو ناروغه کېدو ادعا شوې وه.

د پوليو ضد پروګرام چارواکو دغه ادعاوې دروغژنې ګرځولې او دغه عمل د پوليو ضد پروپېګنډا ګرځول شوې وه.

د کمپاين په مهال د خېبرپښتونخوا په بنو او بونېر ضلعو کې د پوليو ساتونکي دوه پوليس وژل شوي او د بلوچستان په چمن سیمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم باندې بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې وه.

د پوليو ضد پروګرام ويلي په ياد کمپاين کې په ټول ملک کې د ۳۹ ملينو نه زیاتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولو ويلي ؤ.

او ويل شوي وو په پينځه ورځني کمپاين کې دوه لاکه ۶۰ زره ټيمونه برخه اخلي.

ځینې چارواکي وايي دوي اوس پلان لري چې د پوليو ضد څاڅکو راتلونکو کمپاينونو تګلاره بدله کړي او ډېر کار په دې وکړي چې عام خلک د پوليو ضد څاڅکو په اړوند اماده کړي چې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG