د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې د پوځ په يو چيک پوسته وسله وال بريد کې يو سرتېری وژل شوی دی او په باجوړ کې په چاؤدنه کې يو سرتېری ژوبل شوی دی.
د شمالي وزيرستان امنیتي چارواکو د بريد پخلی کړی چې تېره شپه د دته خېل تحصيل په شين کنډاي علاقه کې د نامالومو وسله والو په برید کې سپاهي مجاهد وژل شوی دی.
د ډاکټر عزيز يوسفزي په نوم ځان معرفي کوونکی تن چې ځان ته د تحريک طالبان پاکستان حزب الاحرار وياند وايي هغه د دې بريد زمه واري منلې ده.
چارواکو ويلي د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
ځيني امنيتي سرچینې وايي په علاقه کې د توندلارو پرضد پوځ د پرون اتوار، يکشنبې د ورځې راهسې عملياتو پېل کړي او د دغو عملياتو په مهال په نښته کې پوځي سرتېری وژل شوی دی.
د خالي، شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په شوا تحصيل کې د خاصه دار ځواک په يوه چيک پوسته چاؤدنه کې درې سرتيري وژل شوي وو.
راپورونه وايي په باجوړ قبايلي ضلع کې نن د ګل، دوشنبې په سهار په سلارزي تحصيل کې په باجوړ سکاؤټ يوه چاؤدنه شوې او يو سرتېری پکې ژوبل شوی دی.
چارواکي وايي د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.