لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سري لنکا د ښځو په مخ پټولو بندېز لګولی


د سري لنکا چارواکو د ايسټر په موقع د بريدونو وروسته په ملک کې د ښځو په مخ پټولو بندېز لګولی دی. چارواکو ويلي دغه ګام يې د امنيتي ادارو د مرستو دپاره پورته کړی چې پاتې بريد ګر وپېژني.

د رويټرز ترمخه د سري لنکا د چارواکو دغه ګام په مسلمانانو کې اندېښنه خوره کړې او ويره څرګنده کړی شوې چې په سري لنکا کې د ګڼو مذهبونو خلک مېشت دي او دا به اړی ګړی جوړ کړي.

په سري لنکا کې په ۲۱م اپرېل په هوټلونو او چرچونو بريدونوکې ۲۵۰ کسان وژل شوي وو.

صدارتي وياند دهرمسري بنډارا ويلي د صدر ميتهريپالا سريسينا په صدارتي امر کې د مخ په پټولو بندېز لګول شوی دی.

د سري لنکا وزيراعظم رانيل وکراماسينګی ويلي د انصاف وزارت ورته ویلي چې په بورقه بندېز ولګوي.

په سري لنکا کې د اسلامي علماؤ ډلې ويلي دوي د امنيت په موخه د لږ وخت دپاره د بندېز ملاتړ کوي خو د بورقې پرضد د قانون مخالفت به کوي.

د علماؤ د ډلې مرستیال فرحان فارسي ويلي دوي ته لارښوونه شوې چې په بېړني حالاتو کې دې ښځې مخ نه پټوي.

هغه ويلي که دا قانون جوړول کيږي نو خلک به يې پرضد جذباتي کیږي او بدې اغېزې به يې راولي، دا د دوي مذهبي حق دی.

د سري لنکا په ابادۍ کې ۲۲ ملينه مسلمانان چې د ټولې ابادۍ ۹.۷ فيصده جوړيږي او په عمومي توګه د دې لږکيو مسلمانانو ښځې په خپلو علاقو کې مخ پټوي.

د بشري حقونو ډلې هيومن رايټس واچ د دغه بندېز غندنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG