په کابل کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د پیل شوې لویې مشورتي جرګې غړي هیله من دي، چې روانې هڅې به د افغانستان اوږدې غمیزې ته د پای ټکی کېږدي خو ځینې ښځې بیا د خپلو لاسته راوړنو د قرباني کېدو وېره هم لري.
په دغې جرګه کې، چې د اپرېل د میاشتې په ۲۹ نېټه پېل شوې، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ فیصده یې ښځې دي او جرګه به څلور ورځې دوام وکړي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې مشر پخوانی جهادي رهبر استاد عبدالرب رسول سیاف وویل:
"طالبان د دین په نوم جنګېږي او مونږ د دین تر سیوري لاندې له دې جګړې دفاع کوو. نو راځئ چې تر یوه چتر لاندې کښېنو او خبرې وکړو."
تمه ده ګډونوال به په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره په ټولو ممکنه لارو چارو باندې خبرې وکړي او حکومت او وسلوالو مخالفینو ته به خپل څرګند وړاندیزونه ولري.
له بغلان ولایت څخه د جرګې یو ګډونوال رسول یار، وي او اې ډیوې ته وویل:
"مونږ هیله من یو چې دغه مشورتي جرګه به د اوږدې غمیزې لپاره د پای ټکی کېږدي. دواړو لوریو ته باید دا ووایو چې یو لوری هم په جګړه کې بریا نه لري نو ښه به وي چې ټول د یو واحد افغانستان او د یو مرکزي نظام د جوړېدو لپاره سره لاسونه ورکړئ او د پردیو لخوا تپل شوې جګړه پای ته ورسول شي."
د کاپیسا ولایت له تګاب ولسوالۍ څخه د محمد نسیم په نامه ددغې جرګې یو ګډونوال ډیوې ته وویل:
"دا ملي مشورتي جرګه د افغانستان د خلکو لپاره ډېره ګټوره ده. خلک له جګړو او نا امنیو څخه نور ستړي شوي دي او د ټول ولس هیله دا ده چې سوله راشي."
د حلیمې وردګ په نامه یوې بلې ګډونوالې بیا د سولې له بهیر څخه د مېرمنو د لاسته راونو د قرباني کېدو وېره درلودله.
هغې له ډیوې سره په خبرو کې وویل:
"زه غواړم په جرګه کې دا پیغام په څرګندو ټکو ټولو ته ورسوم چې مونږ مېرمنو چې په تعلیم او نورو بېلابېلو ډګرونو کې کوم پرمختګونه کړي، د هغوي دوام غواړو او مونږ په دغو برخو کې په شا تګ نشو کولای."
افغان ولسمشر اشرف غني د جرګې د پرانېستې په وینا کې د ښځو د ګډون ستاینه او مننه وکړه او له ښځو یې وغوښتل چې په جرګه کې فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي غني د جرګې له ګډونوالو څخه دا هم وغوښتل چې له سانسور پرته دې د سولې سره په تړلو مسلو باندې سره خبري وکړي.
افغان حکومت له وسلوالو طالبانو غوښتي وو چې جرګې ته د راتلونکو ګډونوالو په وړاندې دې ستونزې نه جوړوي نو له همدې امله د سولې د مشورتي جرګې مشر ناظم عمر داودزي له طالبانو مننه وکړه چې په دې برخه کې یې ستونزې جوړې نه کړې.
هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د دوی تر واک لاندې سیمو ته دې د سولې د مشورتي جرګې د غړو په وړاندې د بېرته تګ پرمهال کومه ستونزه جوړه نه کړي.