لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيپلز ګوند د رښتياؤ او پخلاينې د کمېشن ملاتړ کوي، بلاول


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پوځي وياند لخوا په پي ټي اېم د تورونو په غبرګون کې ويلي، پيپلز ګوند د رښتياؤ او پخلاينې د کمېشن ملاتړ کوي. پي ټي اېم د ياد کمېشن غوښتنه کوي چې د دغه کمېشن د لارې دې هر څه په ډاګه شي.

د پيپلز ګوند مشر د پاکستان تحريک انصاف ګوند په وزيراعظم عمران خان غږ کړی چې خپلې حکومتي پاليسيانې دې د پوځي وياند د لارې نه وړاندې کوي په داسې کولو به ادارې لانجمنې شي.

د پاکستان د پوځي وياند مېجر اصف غفور نه پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د نقيب مسيد په وژنه تورن پخواني پوليس افسر راؤ انوار په اړوند پوښتنه شوې وه چې د سلګونو کسانو قاتل دی او ازاد ګرځي.

اصف غفور يې په ځواب کې د ګوند د نوم اخيستو پرته ويلي چې هغه ګوند د پي ټي اېم ملاتړ کوي چې راؤ انوار ته يې بچی ويلي ؤ.

د نقیب مسيد په وژنه تورن راؤ انوار ته تېر کال د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري (زړه ور ماشوم) ويلي ؤ، خو هغه بيا په خپل د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې ؤ د هغه مطلب د راؤ انوار دفاع کول نه ؤ.

بلاول بټو زرداري ويلي، "خبره د راؤ انوار نه ډېره مخکې تلې ده په ټول پاکستان کې مقابلې راؤ انوار نه کولې، خفه ځوانان بايد حکومت رضا کړي د هغو ګيلې دې واوري".

بلاول د نوم اخيستو پرته ويلي، "چې څه کوې وکړه، که پوره ګوند په جېل کې اچوې، دوي به د نېب د لارې په ويرولو په شا نه شي. د پوځي عدالتونو په موده غځولو، صدارتي نظام، او ۱۸ ائيني بدلون به کله جوړ جاړی ونه کړي".

بل لور ته د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د پوځي وياند د ديني مدرسو په اړوند بيان رد کړی او ويلي يې دي دا د پوځ کار نه دی چې د مدرسو په اړوند بيان ورکوي دا د حکومت کار دی.

هغه ویلي په بهرنۍ ايجنډا د مدرسو نصاب نه شي بدلول کېدی.

د پوځ وياند د مدرسو په قامي چوکاټ کې د شاملولو خبره کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG