لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پوځي  وياند د تورونو وروسته پي ټي اېم ته په مطبوعاتو ځای نه دی ورکړی شوی


د پښتنو دپاره د امنيت او حقونو غوښتونکي غورځنګ (پښتون ژغورنې غورځنګ) باندې د پاکستان د طاقتوره پوځ وياند د بهرنيو استخباراتي ادارو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګولي او بيا غورځنګ په مطبوعاتو هيڅ ځای نه دی ورکړی شوی.

د ار اېف اي ار اېل د راپور ترمخه پوځي وياند ژورنالسټان پي ټي اېم ته د کورېج ورکولو څخه منع کړي او دا د سنسرشپ يو مثال دی چې پي ټي اېم ته په مطبوعاتو ځای نه ورکړی کیږي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور د ګل، دوشنبې په ورځ خبري کانفرنس ته په وېنا کې وويل، "چې کله مونږ د دوي ژبه نېغه کړو، کله چې د پي ټي اېم مشران په ډاګه کړو، بيا يې د اوونۍ اووه ورځې په ټي وي کې کښېنوئ ".

پوځي وياند وويل "ايا تاسو ته به د هغه چا په ټيلي ويژن کوربه توب کوئ څوک چې وايي د ترهګرۍ په شا وردي ده ".

اصف غفور دغه خبره د پاکستان د ياد ژورنالسټ حامد مير د پوښتنې په ځواب کې کړې وه، چې کله مير د پوځي وياند مننه وکړه چې هغه منل چې ازادو رسنيو په کال ۱۹۷۱ کې پاکستان د ټوټې کولو نه بچ کولی شو کله چې ختيځ پاکستان ځانله ازاد بنګله دېش جوړ شو.

په ۱۹۷۰ کې چې د بنګال عوامي ليګ ګوند انتخابات وګټل د پاکستان پوځي مشر جنرال يحيی خان يې پرضد عملیات پېل کړه او په رسنیو مکمل سنسرشپ ولګول شو. او تر هغه وخته پورې چې د پاکستان پوځ د هند پوځ او بنګالي ياغيانو ته تسليم شو پاکستاني رسنيو به د ګټې ادعاوې کولې.

د بنګله دېش جوړېدل د پاکستان د قومي او سياسي ډلو سره د شکايتونو له امله رامنځته شوی وو.

حامد مير د اصف غفور نه پوښتلي، "د پي ټي اېم په اړوند ستاسو راولاړې کړې پوښتنې په ځای دي، ولې نه چې د پي ټي اېم مشران په ټيلي ويژن چېنلو راوستل شي او او دغه پوښتنې ترې وشي او دا به ستاسو (د پوځي وياند) پوښتنو ته ځواب هم وويل شي".

د پاکستان ټولو ټیلي ويژن چېنلو د پوځي وياند ۹۰ دقيقېې (منټه) خبري کانفرنس نېغ په نېغه خپور کړی او په ورځپاڼو او وېب پاڼو ورته د سر ځای ورکړی شوی خو يواځې ډان ورځپاڼې د غورځنګ غبرګون خپور کړی دی.

اصف غفور ويلي" د پي ټي اېم وخت نور ختم" ځکه چې دوي د "نورو په لاسونو" کې لوبيږي، هغه تور لګولی پي ټي اېم د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو څخه پېسې اخيستي. دې غورځنګ د تېر کال جنورۍ د مياشتې راهسې د پاکستان په ټولو ښارونو کې احتجاجي لاريونونه او جلسې کړي دي.

پوځي وياند ويلي د پي ټي اېم پرضد به قانوني چلند کولی شي او دوي چې څومره ازادي اخيسته هغه يې واخيسته.

د پوځي وياند د خبري کانفرنس وروسته د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ غړيو علي وزير او محسن داړو د پارلیمان په وداني کې خبري کانفرنس کړی او ويلي يې ؤ چې په دوي لګېدلو تورونه ته ځواب ويلو ته په پارلیمان، عدالت او هره اداره کې تيار دي.

علي وزير وويل، "دغه ډول تورونه په بنګالي مشرانو، او ملت پاله مشرانو لکه عبدالغفار خان (باچاخان)، عبدالصمد خان، غلام مرتضی سيد، او نواب اکبر بګټي باندې هم لګېدلي وو".

خو د پاکستان يو ټيلي ويژن چېنل د دوي خبري کانفرنس نه دی خپور کړی.

علي وزير او محسن داوړ د شمالي او جنوبي وزيرستان څخه منتخب شوي چرته چې د پښتنو وزير، مسید، داوړ، بېټني او سلېمان خېل قبيلې ابادې دي، دغه سيمې د پاکستان د کورنۍ ترهګرۍ مرکز پاتې شوي دي.

پښتانه د پاکستان د ابادۍ د ۱۵ فيصدو نه سېوا دي.د کال ۲۰۰۳م نه راپه دېخوا د طالبانو، القاعدې او د دوي د نورو اتحاديانو په بريدونو او پوځي عملياتو کې په زرګونو پښتانه په وزيرستان او نورو پښتنو سيمو کې وژل شوي دي.

د مرستندويه ادارو د شمېرو ترمخه په قبايلي ضلعو او پښتنو سيمو کې د شپږ ملينو نه زيات خلک د دغو عملياتو له امله بې کوره شوي وو. او د پي ټي اېم مشران وايي د دغو کړاؤنو په غبرګون کې دا غورځنګ جوړ شوی دی.

پي ټي اېم د غېر قانونه وژنو، په زوره د خلکو ورکولو، د امنيتي ځواکونو د لاسه د ځورونو، د تاوانونو د معاوضو او په ځمکه کې د ښخو ماينونو پاکولو غوښتنې کوي.

د پي ټي اېم مشران په د پوليس لخوا نيول شوي په دوي د غدارۍ ترڅنګ نورې مقدمې درج کړی شوي دي.

علي وزير ویلي "دوي د خپلو حقونو ترلاسه کولو په لار کې ټولو خنډونو ته تيار دي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG