لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي شړل شوؤ پاکستانيانو ته بيا ويزه نه ورکوي


امريکا وايي پاکستان يې د هغو لسو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې وګړي يې د خپلې ټاکلې مودې نه زیات وخت په امريکا کې تېر کړي، بيا بيرته وشړل شي، امریکا به ورته بيا ويزه نه ورکوي.

د وي او ای اردو ترمخه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ پخلی کړی دی د دې بندېز باوجود به په اسلام اباد کې د امریکې په سفارتخانه کې اړونده څانګه بيا هم کار کوي.

ويل شوي د ويزو د بندېز په لړ کې به د هغو لوړ پوړو پاکستاني دولتي چارواکو ویزې هم ودرول کيږي چا چې د شړل شوؤ بیرته اخيستو زمه واري منلې وي.

د پاکستان سره په ګيانا، ګيمبيا، کمبوډيا، ايري ټيريا، ګيني، برما، لاؤس او سراليون په دغو هېوادونوکې شامل دي چې د بيا ويزې بندېز پرې لګول شوي دی.

د امریکې امېګرېشن او قوميت د قانون لاندې د امریکا د هوم لېنډ سيکيورټۍ وزير داسې هېوادونو ته د امېګرېشن او غېر امېګرېشن دواړو ويزو ورکول ختمولی شي، څوک چې په امریکا کې د ویزې د مودې ختمېدو وروسته هم په امریکا کې د پاتې کېدونکو وګړو بيرته شړلو په صورت کې د قبلولو نه انکار يا وروستوالی کوي.

راپورونه وايي په داسې پېښو کې په پاکستان کې د لږې مودې دپاره پاتې شوي افغان کډوال او په منځني ختيځ کې پاتې کېدونکې پاکستانيان شامل دي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني ويلي د امریکې د دې ګام سره به ډېر پاکستاني د امريکې د ويزې په ترلاسه کولو کې د مشکل سره مخ شي.

راپورونه وايي په امریکا کې دا قانون د پخوا نه موجود دی خو د صدر ټرمپ په وخت کې پکې تېز والی ليدل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG