واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو د پاکستان د یوې توندروه ډلې جیش محمد مشر مولانا مسعود اظهر د پاکستان د پرله پسې مخالفت باوجود ترهګر ونوماوه.
دا وروستی پرمختګ په سفارتي کچه د هند او امریکا بریالیتوب ګڼل کېږي خو د پاکستان او چین لپاره په سفارتي توګه دا یوه لویه ماتې ده.
د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویاند د معمول برخلاف نن د شورو- چارشنبې په ورځ ناڅاپه په مطبوعاتي کانفرنس کې د دغه خبر تایید وکړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فیصلې تر مخه به درې کارونه کېږي.
یو دا چې د مولانا مسعود اظهر بېنکي حساب کتاب به تړل کېږي، دویم د وسلو ګرځولو بندیز به ورباندې لګول کېږي او درېیم دا چې سفرونه به نه شي کولای.
د مولانا مسعود اظهر نوم د ملګرو ملتونو د ترهګرو نوملړ ته د اچولو لپاره د چین د مخالفت له کبله تر ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلی وو خو د پاکستان د نیزدې ملګري چین د مخالفت تر ختمېدو وروسته ملګرو ملتونو مولانا اظهر اوس د ترهګرو نړیوال لیسټ ته اچولی دی.
په چین تور وو چې د مولانا مسعود اظهر په اړه په پټو سترګو د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو د فیصلې وروسته په سوشل مېډیا د مولانا مسعود اظهر د هېش ټېګ لاندې ګڼ شمېر هندي او پاکستاني وګړي کمنټونه لیکي. دې پرمختګ ته په پاکستان کې ګډ غبرګون ښودل کېږي خو په هند کې یې هرکلی کېږي.
دا خبر د هند او پاکستان د مطبوعاتو هم د سر ټکی دی.
په پاکستان کې په جیش محمد ډله باندې تور دی چې د ترهګرۍ په یو شمېر فرقه ییزو بریدونو کې لاس لري. په دغه سخت دریځه سني تنظیم هند هم تور لګولی چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې په ترهګرۍ کې ککړ دی.
په جیش محمد او د دې په پاکستاني مشر مولانا مسعود اظهر نړیوال فشار هغه وخت نور هم زیات شو چې د روان کال د فرورۍ په میاشت کې یې په هند کې دننه په پلوامه کې په هندي ځواکونو د حملې ذمه واري ومنله. په یاده حمله کې شاوخوا 40 هندي پوځیان وژل شوي وو.
مولانا مسعود اظهر د هند خلاف په خپله هم نېغ په نېغه د یوې یا بلې ډلې نه د هغه په وینا په جهاد کې برخه اخیستې ده. هندي ځواکونو نوموړی په هندي خاوره نیولی وو او تر ډېرې مودې په جېل کې بندي وو.
مولانا مسعود اظهر د هندي الوتکې د های جیک کولو د مرکزي پلانوونکو او هندي چارواکو تر منځ د یوې لوظنامې وروسته د مسافرو په بدل کې د نویمې لسیزې په اخره کې خوشی کړل شو.
هند تور لګاوه چې پاکستاني استخباراتي ادارې او د هغې لپاره کارکوونکو هندي مسافر وړونکې الوتکه د هند نه د افغانستان کندهار ته تښتولې وه. هغه وخت په افغانستان کې د طالبانو حکومت وو. په دغه لانجه کې طالبانو په ظاهره د منځګړي په حیث خبره کوله خو دریځ یې د پاکستان نه بدل نه وو.