لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:څلورو میاشتو کې دپولیو نهمه پېښه مخې ته راغلې ده


چارواکو پخلی کړی چې د روان کال په لمړیو څلورو میاشتو کې دپاکستان دننه دپولیو نهمه پېښه مخې ته راغلې ده .

د زیارت‌ په ورځ دپاکستان ډان ورځپاڼې د روغتیا دمرکزي ادارې دیو چارواکي له خولې لیکلي چې دپولیو تازه وائرس دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې په یو لس کلن ماشوم کې موندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ پاکستان کې دپولیو په ضد کمپائن اعلان شوی ؤ خو په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې ددغه کمپائن په ضد سختې پروپیګنډې شوې وې اؤ دپولیو په ورکرانو بریدونه هم شوي وؤ چې له هغې وروسته دپولیو کمپائن تړل شوی ؤ.

د روغتیا دمحکمې یاد چارواکي ویلي “دا ډیره د اندېښنې خبره ده چې په دوهم وار یو لس کلن ماشوم دپولیو په رنځ اخته شوی دی”

هغه ویلي ددې تازه پېښې مخې ته له راتلو وروسته دپولیو ماهرینو هغه وړاندیزونه سم ثابت شوي چې باید لس کلونو ماشومانو ته هم دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړل شي.

دپولیو د مخنیوي دپاره د وزیراعظم عمران خان استازي بابر بن عطاء ویلي په تیرو وختونو کې دپنجاب حکومت انکار کولو چې په پنجاب کې د پولیو وائرس وجود نه لري اؤ نه هم څوک دې ته اماده وؤ چې دپولیو دکمپائن ذمه پغاړه واخلي.

هغه وایي “پنجاب کې دپولیو د وائرسو موندل کیدلو باوجود به صوبایي حکومت ویل چې دا وائرس خو دپېښور دي خو مونږ هم ددې ذمه وارۍ نه دغاړې خلاصولو په غرض په اسانه ویلی شو چې پېښور کې خو دپولیو وائرس دافغانستان څخه راغلي دي”

بابر بن عطاء ویلي اوس به دپولیو دمخنیوی دپاره کوټلي ګامونه اخستل اؤ غوره تګلاره خپلول وي تر څو دپولیو څاڅکو په اړوند د والدینو اندېښنې له مینځه یوړل شي

سږ کال پاکستان کې دپولیو ټولې نهه پېښې مخې ته راغلي چې په هغې کې دخیبر پښتونخوا په بنو اؤ دپنجاب په لاهور کې دوه،دوه هنګو،وزیرستان،باجوړ، خیبر اؤ کراچۍ کې یوه،یوه پېښه شامله ده

په پاکستان کې په وروستي ترسره شوي پولیو ضد پينځه ورځني کمپاين کې نزدې ۲۳ لاکه ماشومان د پوليو ضد قطرو څخه محرومه پاتې شوي دي.

د کمپاين په مهال د خېبرپښتونخوا په بنو او بونېر ضلعو کې د پوليو ساتونکي دوه پوليس وژل شوي او د بلوچستان په چمن سیمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم باندې بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې وه.

څیړونکي وایي دا مهال په نړۍ کې یوازې پاکستان،افغانستان اؤ نائجیریا هغه هیوادونه پاتې شوی دي چې دپولیو ناوړه ناروغي پکې وجود لري اؤ دنورې نړۍ څخه ددې ناروغۍ نوغی ویستل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG