لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار:وسله والو یو پولیس افسر له تښتولو وروسته وژلی


دخیبر پښتونخوا په نوښار سیمه د پولیسو یو افسر یا انسپکټر نامعلومو کسانو له تښتول کیدو وروسته وژلی اؤ دهغه مړی یې مقبره کې غورځولی دی.

دنوښار د پولیسو ضلعي مشر ښاغلي منصور امان د زیارت په ورځ رسنیو سره خبرو کې ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي د وژل شوي پولیس افسر پیژندګلو د یار محمد په نوم شوې ده.

دپولیسو د وینا له مخې عیني شاهدانو ورته ویلي چې د چهارشنبې په ماسخوتن دغه انسپکټر نامعلومو کسانو په یو تور ګاډی کې په داسې حال کې دکوزو خیشګو یا خیشګي پایان سیمې ته راوستو چې سترګې ورله په توره ټوټه تړل شوې وې اؤ دغلته یې پرې ناتاره ډزې وکړې.

عیني شاهدانو ویلي چې تر وژل کیدو وروسته دیاد پولیس افسر مړی وسله والو په نزدې مقبره کې وغورځولو اؤ هغوئ دسیمې څخه په راغلي ګاډی کې ووتل،

پولیس وایي وژل شوی پولیس افسر یار محمد د بره دیر د کوټ سیمې اوسیدونکی ؤ اؤ ۲۰ ورځې وړاندې دکمانډو تربیت اخستلو دپاره د نوښار د روزنې مرکز ته ورغلی ؤ.

تر اوسه ددې پېښې پړه هیڅ یوې تندره ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په خیبر پښتونخوا کې څومره پولیس افسران وژل شوي هغې کې د زیاترو د وژنې پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

د نوښار دپولیسو ضلعي مشر وویل دپېښې پلټنې روانې دي خو په سمدستي توګه نه شي ویلی چې دا دترهګرۍ پېښه ده که هدفي وژنه؟

هغه ویلي د پېښې په ورځ وژل شوی پولیس افسر په رخصتۍ ؤ اؤ زیات احتمال دی چې هغه وسله والو له پیژندګلۍ وروسته تښتولی اؤ وژلی وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG