لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد:طالبانو ته مې ویلي چې نور د وسلې اېښودلو اؤ سولې دمنلو وخت رارسیدلی


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي طالبانو ته یې دقطر په اوسنیو مزاکراتو کې په کلکه ویلي چې نور د وسلې غورځولو، تاؤ تریخوالي نه دلاس اخستو اؤ د سولې دمنلو وخت رارسیدلی دی.

زلمی خلیلزاد چې افغانستان کې دسولې دټینګښت په موخه دامهال په قطر کې طالبانو سره په خبرو بوخت دی،‌پخپله ټوئټر پاڼه یې لیکلي چې هغه طالبانو ته ویلي افغانان د دوئ خویندې اؤ وروڼه دي اؤ هغوئ غواړي چې نوره باید افغانستان کې روانه جګړه پائ ته ورسیږي.

هغه ویلي دافغان کشالې هواري اؤ سولې ته رسیدو دپاره په څلورو نکتو متفق کیدل مهم دي چې هغې کې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل ،دافغانان ترمینځ خپلو کې خبرې،دترهګرۍ په ضد دمرستې باور ترلاسه کیدل اؤ د اوربند دپاره تاؤ تریخوالی کمول شامل دي.

نوموړي ویلي ترڅو چې په دغو څلورو نکتو اتفاق نه وي راغلی تر هغې د سولې په

اړوند هیڅ تړون حتمي نه دی.

په عین حال کې برتانوي خبري شبکې بي بي سي پخپل یو راپور کې ویلي چې په قطر کې دطالبانو ویاند سهیل شاهین ورته پخپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال ویش په اړوند پرمختګ شوی.

طالب ویاند هیله ښودلې ده چې د خبرو روان پړاؤ کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړوند یو تړون ته ورسیږي.

تر دې وړاندې هم امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې څو کرته طالبانو سره دسولې په تړاؤ خبرې کړي خو څيړونکي دخبرو دا اوسنی پړاؤ ځکه زیات مهم ګڼي چې یو خوا طالبانو افغانستان کې دالفتح په نوم دپسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان کړی اؤ بلخوا په کابل کې طالبانو سره دسولې په تړاؤ مشورتي لویه جرګه راټوله شوې ده.

په کابل کې د سولې دمشورتي جرګې دناستې نن وروستۍ ورځ ده په دغه جرګه کې شامل د بیلابیلو طبقو استازي به وړاندیزونه کوي چې طالبانو سره سوله باید په کومو شرطونو وشي.

طالبانو دمخه دغه جرګه رد کړې اؤ پکې یې دګډون کولو نه انکار کړی دی.

تر دې وړاندې په مطبوعاتو کې داسې ګنګوسې مخې ته راغلې وې چې طالبان د زلمي خلیلزاد څخه غواړي چې امریکا باید دشپږو میاشتو موده کې افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان کړي خو زلمي خلیلزاد ویلي وؤ چې افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو وتل دکلونو مودې ته اړتیا ولري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG