لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د افغان لویې جرګې د سپارښتنو په ځواب کې جګړې ته په دوام ټینګار کړی


د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر باندې د افغان مشورتي لویې جرګې د اوربند غوښتنې او نورو سپارښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې ډله به یې له امریکا سره د لوظنامې وروسته د افغانستان له داخلي اړخونو سره خبرې کوي.

د طالبانو ویاند وایي بیان یې د کابل ادارې د نیمې برخې د جرګې د پرېکړو په اړه د دوی د ډلې څرګندونې دي.

له طالبانو سره د سولې په موخه د تیرو پینځوؤ ورځو راهسې کابل کې روانې مشورتي لویې جرګې دیو پرېکړه لیک په خورولو سره په طالبانو اؤ افغان دولت غږ کړی چې د جګړو نه په لاس اخستلو اوربند ته حاضر شي.

په دغو سپارښتنو کې غوښتل شوي چې لږ تر لږه په روژه کې خو اوربند وشي. دې ته په ځواب کې طالبانو جګړې ته پر دوام ورکولو ټینګار کړی او ویلي یې دي:

"څرنګه چې جهاد فرض عمل او تر ټولو غوره عبادت دی، د روژې په میاشت کې یې تر سره کول د نورو وختونو په تناسب ډېر ثواب لري".

دغه مشورتي لویې جرګې دطالبانو نه غوښتنه کړې چې دجګړو نه باید تیر اؤ دهیواد په بیا رغونه کې برخه واخلي.

ددغه جرګې په وروستۍ ورځ ولسمشر اشرف غني د روژې دمیاشتې په احترام د۱۷۵ طالب بندیانو دخوشې کولو اعلان کړی اؤ په طالبانو یې غږ کړی چې باید کابل ته ورشي اؤ خپل بندیان بوځي.

په دغه مشورتي جرګه کې شاوخوا۳۲۰۰کسانو ګډون درلودو اؤ طالبانو سره دسولې په اړوند یې د پینځوؤ ورځو د اوږدو بحثونو وروسته دجمعې په ورځ خپلې غوښتنې اؤ نظرونه د٢٣ مادو په یوه اعلامیه کې افغان دولت ته ورکړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG