لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي د سيمه ييز امن دپاره د هر ګام ملاتړ کوي


د پاکستان پوځ ويلي، په هېواد کې د تل پاتې او په سيمه کې د سولې دپاره د هر ګام ملاتړ کوي. پوځ دا خبره په په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي په وروستيو کې د پاکستان سفر کړی ؤ.

په عېن حال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د خبرو شپږم پړاؤ پېل شوی دی.

زلمي خليلزاد د اسلام اباد په سفر کې د پاکستاني چارواکو سره ليدلي او د دغه ليدنې په اړوند د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد فېصل ويلي، د افغانستان د سولې په اړه خبري روانې دي، پاکستان یې ملاتړ کوي، افغانستان کې لاس وهنه نه کوي او په ګاونډي هېواد کې امن غواړي.

د پوځي بيان ترمخه په جي اېچ کيو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو په غونډه کې په هېواد کې د تل پاتې سولې په هڅو دوامداره ساتلو ټينګار شوی دی.

په غونډه کې ويل شوي پوځ د سيمه ييزې سولې په لور د پورته کېدونکي هر ګام ملاتړ کوي.

د زلمي خليلزاد د اسلام اباد د سفر په مهال د افغانستان يو بل پلاوي هم د پاکستان سفر کړی ؤ.

د دواړو هېوادونو د پوهانو په کچ په اسلام اباد کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ويلي ؤ افغانستان د پاکستان نزدې او باوري ملګری دی، په سیمه کې د سوداګرۍ دپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده او د سولی د موقعې څخه ګټه ترلاسه کول دي.

قریشی ويلي ؤ "که چري پاکستان او افغانستان دغه موقع ضايع کړه نو زمونږ راتلونکي نسلونه به د دواړو هېوادونو واکمن ونه بخښي، مونږ ته به د تاریخ څخه زده کړه کول وي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به د خپل سباون پریکړه په خپله کول وي".

د شورو، چارشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ويلي ؤ د افغانستان د شمالي وزيرستان په پوله وسله وال بريد شوی او درې پاکستاني سرتيري پکې وژل شوي وو.

او د زيارت، پنجشنبې په ورځ افغان چارواکو بيا ویلي پاکستاني پوځ د پولې پورې غاړې په خوست کې هوايي بمباري او د توپو بريدونه کړي او د درېو تنو د وژل کېدو او اووه نورو د ژوبلېدو پکې ويل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG