لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندې ملالې سره په هغه شپه څه شوي وؤ؟دهغې له خولې یې واورئ


دخپل عزت خوندي ساتلو په موخه په مهمند قبائیلي ضلعه کې دپاکستاني پوځي وژونکې میرمنې کاظما زېبا ویلي هغې دخپل عزت ژغورنې دپاره له انتهائي ګام اخستلو وړاندې اړونده چارواکي خبر کړي وؤ چې څوک سړی یې کور ته ور اوښتل غواړي اؤ باید دهغې مرسته وکړل شي.

د مومند قام دیو شمیر مشرانو له مخې د روانې میاشتې په لمړۍ نېټه دمهمندو په صافي تحصیل مامد ګټ کې د ایف سي یو عسکر غوښتل دخپل نفساني خواهش پوره کولو دپاره یو کور ته ورننوځي خو ددغه کور دننه موجودې میرمنې په هغه ډزې وکړې اؤ وئ وژلو.

د وژل شوي عسکر پیژندلو دمحمد شریف ولد خوشحال خان په نوم شوې ده اؤ پولیس وایي چې هغه دکوهستان سیمې اوسیدونکی ؤ خو په مامد ګټ صافي تحصیل کې یې ډیوټي کوله.

په ټولنیزو رسنیو د مومندې ملالې په نوم مشهورې شوې دغه پښتنې میرمنې په لمړي ځل ځان سره دشوې پېښې جزئیات مخې ته راوړي اؤ ویلي یې دي هغې دانتهائي ګام اخستلو(د پوځي له وژنې) وړاندې دغه وژل شوي تن ته ځولۍ غوړولې وه، قران یې ورته مخې ته اېښی ؤ چې باید دهغې نه قلار شي خو هغه یوه خبره هم نه منله اؤ غوښتل یې چې هغې پسې کور ته وړ واړوي اؤ بې ستره یې کړي.

تیره ورځ دپېښور نه دپښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مشره ثناء اعجاز اؤ دمدني ټولنې نورې ښځینه غړې دمومند ضلعې صافي تحصیل مامد ګټ کې ددغه میرمنې کور ته ورغلي اؤ دهغې نه یې ددې پېښې په اړوند جزئیات ترلاسه کړي دي.

په سوشل میډیا ددغه لیدنې یوه ویډیو مخې ته راغلې چې هغې کې مومنده ملاله دهغه خونړۍ شپې کیسه په دې ټکو کې کوي”ور راته ووهل شو، ما ویل مور مې بیماره ده څوک به دهغې پوښتنې له راغلي وي، بیا لوټې راګوزار شوې، زه بهر راووتلم،خیال راخیال مې وکړو، ده ور کې اواز وکړو چې ګیټ ماتوم، خو دزوازه پرانزه”

هغې په دغه ویډیو کې نه خو پوځي نوم په خوله اخستی اؤ نه دبل چا، خو وایي ورته یې وویل “زه خو ور نه شم پرانستې ځکه چې په دې مهال ما سره هیڅوک هم نشته، ته مهرباني وکړه ووایه چې څه دې ضرورت دی اؤ‌ چا سره دې کار ؟”

کاظما زیبا وایي “ما ورته وویل چې ماسره دې څه کار دی؟ که څه خدمت دې وي له دغه ځایه یې ووایه، خو هغه ویل چې زه یې له دې ځایه نه وایم ور پرانزه ګنې زه به دزوازه ماته کړم اؤ بیا یې په زنځیر پرانستلو پسې لاس په وره کې رادننه کړو”

دهغې په وینا کله چې ده په زنځیر پرانستلو پسې وره ته لاس راننویستلو، نو ورته مې وویل چې وروره لاس مه رانباسه لس منټه صبر وکړه زه به درته وروسته ور پرانزم.

هغه وایي دلسو دقیقو په بهانه یې دغه تن یو څه قلار کړو اؤ بیا بام یا دکوټې سرته وختله اؤ هغه ته یې ځولۍ غوړولې چې باید ستون شي خو هغه منت زارۍ اؤ ځولۍ هیڅ نه منله.

دا لور مې وختله هغې ورته قران ورکوز کړو ورته یې ویل دې قران ته وګوره چې زمونږ نه قلار شه،غریبانان خلک یو،خپلې غریبۍ ته ناست یو، روڼه مې نشته،پلار مې نشته مونږ دلته خپلې غریبۍ ته ناست یو”

مومنده ملاله په وړاندې وایي بیا ده دیوال ته لرګی ولګولو اؤ غوښتل یې چې په هغې کور ته راواړوي، ورته مې وویل “په لرګي مه راخیژه، زه به دې په ور رادننه کړم اؤ بیا مې هرځائ ته ټیليفونه وکړل،سرکاري ځایونو ته مې زامنو ټیلي فونه وکړل، خلکو ورته وکړل چې داسې سړی دروازې ته ولاړ دی تاسو لاړ شئ اؤ معلومه یې کړئ چې دا سړی څوک دی اؤ څه غواړي”

زیبا په دغه ویډیو کې دا سپیناوی هم کړی چې زامن یې په پېښور کې وؤ اؤ له هغه ځایه یې سرکاري خلکو ته ټیلي فونه کړي وؤ خو هیڅوک دهغې مرستې له نه وؤ ورغلي.

هغه وایي بیا دغه تن غوښتل چې دروازه ماته کړي اؤ کور ته رادننه شي

“هغه راپسې یوه درشل ماته کړه ، بله یې راپسې ماتوله، اؤ ویل یې چې په هر جوړ وي خو زه به در ننوځم بیا ماته ارډر وشو، چې دا سړی که ستاسو خپل وي اؤ که زمونږ کس وي چې هرڅوک وي وئ ووله”

کاظما زیبا نه خپلو خبرو کې نه ده واضحه کړې چې د ویشتلو ارډر ورته چا وکړو خو وایي هغه نوره تنګه شوه اؤ پوهه شوه چې دا سړی یې په عزت لوټلو پسې راغلی دی اؤ هغې خپل عزت ورکول نه غوښتل نو دغه کار(وژل) یې ورسره وکړو

باید وویل شي اوړمه ورځ دبره مومندو تاڼه کې ددې پېښې ایف ایي ار د نامعلومو کسانو په ضد درج شوی چې په دې دمومندو مشرانو سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یي دي هغوئ سره ژمنه شوې وه چې ددې پېښې ایف ایي ار به نه درج کیږي.

ددغه پېښې رامینځته کیدلو سره سم دمومند سیمې خلکو کوټلی احتجاج کړی ؤ چې وروسته چارواکو سره دخبرو په نتیجه کې دغه احتجاج دیو تړون په اساس ختم کړل شوی ؤ.

ولې د ایف ایي ار درج کولو نه وروسته بیا مومند مشرانو داحتجاج پیل کولو اعلان کړی ډی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG