لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت دتېلو بیعې وخېژولې،د ولس اؤ اپوزیشن سخت غبرګون


د روژې دمیاشتې شورو کیدو نه یوه ورځ دمخه دپاکستان حکومت دتیلو بیعې خېژولي چې عام اولس اؤ مخالفو ګوندونو په دې سختې نیوکې کړي خو حکومت وایي په نړیواله کچه دتیلو بیعې لوړې شوي دي اؤ ولس ته به دتیلو دبیعو لوړولو بوج زغمل وي.

داتوار په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي د پټرولو نرخ کې د یو لیټر پسر نهه روپۍ اؤ۴۲پیسې اضافه شوې چې له دې وروسته دپټرولو د یو لیټر نوی نرخ ۱۰۸ؤ روپو اؤ۳۱ پیسو ته رسیدلی دی.

په پاکستان کې دتیلو د دبیعو لوړیدلو وروسته دخاورو دتیلو دیو لټیر نرخ هم ۹۶ روپۍ اؤ۷۷پیسو ته رسیدلی دی.

د ډیزلو نرخ څلور روپۍ اؤ۸۹ پیسې خیژول شوی چې ددې سره اوس یو لیټر تیل په ۱۲۲ روپۍ اؤ۳۲ پیسې پلورل کیږي .

رسنۍ وایي دتیلو نرخ کې د زیاتوالي اطلاع نیغ په نېغه دتیلو کمپنیو ته ورکړل شوې ده چې ددې سره سم ایف بي ار دتیلو په نرخونو لګیدلی ټیکسونه هم خېژولي دي .

دایف بي ار له مخې په پټرولو عمومي یا جنرل سیلز ټیکس د دوؤ فیصدو څخه ۱۳ؤ فیصدو ته لوړ کړل شوی ،په ډیزلو دغه ټیکس ۱۷فیصده اؤ د خاورو په تیلو د اتوؤ فیصدو نه ۱۷ فیصدو ته لوړ کړل شوی دی

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ‌ډلو مشر ښاغلي شهباز شریف دتیلو نرخونو کې داضافې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې حکومت د روژې تحفه اولس ته د لا نورې ګرانۍ په شکل کې ورکړې ده .

پخپل یو بیان کې ښاغلي شهباز شریف ویلي چې د حکومت ټولې اقتصادي تګلارې ناکام شوي اؤ نه شي کولی چې اولس ته د ستونزو نه نجات ورکړي.

همدغه شان دمسلم لیګ(ن) ګوند ویاندې مریم اورنګزیب ویلي چې اوس پاکستان کې په عملي توګه د ایي ایم ایف حکومت دی اؤ حکومت دایي ایم ایف په وینا د غریب اولس له خولې دګرانۍ په شکل کې نمړۍ تروړي.

دپېښور دتاجرانو داتحادیې یو تن مشر ښاغلي عثمان ګل وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د پټرولو نرخ کې اضافې سره به ژوند د ژوند دضرورت د ټولو شیانو نرخونه وخیژي اؤ ددې بوج به نیغ په نیغه په غریب اولس پریوځي.

هغه وویل هسې هم په روژه کې ګراني یو په دوه شي خو داځل چې د روژې نه یوه ورځ مخکې دپټرولو نرخ سیوا کړل شو نو اوس خو حکومت خلکو ته پخپله روژه کې د ګرانۍ جواز یا لائنس ورکړو.

ښاغلي عثمان ګل ویلي اولس ته نور دحکومت په ناکامو اقتصادي تګ لارو غلي نه دي پاتې کیدل اؤ باید خلک سړکونو ته را اوځي.

په ټولنیزو رسنیو هم یو شمیر فعالانو د تیلو نرخ کې داضافې غندنه کړې اؤ په حکومت یې کلکې نیوکې کړي چې غریب اولس نه د خولې نمړۍ تروړل غواړي.

خو د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو دچارو ځانګړې معاونې فردوس عاشق اعوان رسنیو ته ویلي حکومت د قصده د تیلو بیعې نه دي خیژولي بلکې په نړیوال کچ تیل ګران شوي اؤ اوس به حکوما اؤ اولس ته په ګډه د تیلو نرخونو کې د اضافې بوج زغمل وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG