د پاکستان د سائنس او ټېکنالوجۍ وزیر فواد چودري ويلي "دا فېصله چې ملک به څنګه چلول شي په مولانو يې نه شو پرېښودی، که داسې وی پاکستان به نه ؤ جوړ شوی ځکه چې ټول غټ علما خو د پاکستان د جوړېدو پرضد ؤ او جناح صاحب ته به يې کافر اعظم ويل".
فواد چودري په ټويټر ويلي، "د راتلونکې سفر به ملان نه، ځوانان کوي او ټېکنالوجي قام مخ په وړاندې بوتلی شي".
نوموړی وزیرله دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت د اطلاعاتو وزیر ؤ په وروستيو کې ورته د سائنس او ټېکنالوجۍ وزارت ورکړی شوی دی.
چودري پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د روژې د مياشتې ليدو په اړوند په یو ټيويټ کې ويلي ؤ، "دوي يوه پينځه کسيزه کميټي جوړه کړې، چې پکې به د سپارکو، محکمه موسميات او سائنس اوټېکنالوجۍ پوهان شامل وي، دا کميټي به د راتلونکو لسو کلونو دپاره د مياشتې، اخترونو، محرم او روژې په ګډون د مهمه نېټو کلېنډر جوړوي".
هغه ويلي د دې سره به هر کال جوړېدونکې لانجه ختمه شي.
خو د چودري د ټويټ وروسته مرکزي رويت هلال کمېټۍ د روژې د میاشتې نه ليدو او په پېښور کې د قاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدین پوپلزي د روژې د مياشتې ليدو او نن د ګل، دوشنبې په ورځ يې د لمړې روژې اعلان کړی ؤ.
د مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشر مفتي منيب الرحمان ويلي بايد په اسلامي شرعي حساسه مسلو باندې اړوند وزارت بيان ورکړي.
فواد چودري په يو بل ټويټ کې بيا د پاکستان د تحريک او علما په اړوند ويلي،
"د پاکستان جوړؤنکي د لويديځ (غرب) د تعليمي ادارو نه فارغ التحصيل ؤ، جماعت اسلامي، جمعيت علمای هند او خاکسار کوم چې د يادو علماؤ ګوند ؤ، د پاکستان د جوړولو سخت مخالف ؤ".
هغه د ټويټ سره يو ليک خپور او ويلي يې دي په دغه لیک کې نور تفصيل دی.
د جماعت اسلامي ګوند او جمعيت علمااسلام ګوند او نورو مذهبي ډلو لخوا په سمدستي ډول دغه بيان ته غبرګون مخې ته نه دی راغلی.