لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې به په دوېمه جولايۍ د صوبايي اسمبلۍ دپاره انتخابات کيږي، الېکشن کمېشن


د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان وکړو چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل کړی شوؤ قبايلي ضلعو کې به د جولايۍ د میاشتې په دوېمه نېټه د صوبايي اسمبلۍ د چوکيو دپاره انتخابات کيږي.

الېکشن کمېشن د ۲۵م ايينې بدلون لاندې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل کړی شوؤ قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ ۱۶ چوکۍ اعلان کړي دي.

په دغو چوکيو کې درې په باجوړ، دوه په مومندو، درې په خېبر، دوه په کرمه، يوه په اورکزۍ، دوه په شمالي او دوه په جنوبي وزيرستان او يوه په سرحدي (اېف ار) سيمو کې ده.

الېکشن کمېشن نن د مې په پينځمه نېټه ویلي په اوومه مې به ريټرننګ افسران رسمي اعلان وکړي، د نهمې مې نه تر ۱۱ پورې به کانديدان کاغذونه جمع کړي، او د ۳۰ مې پورې د کاغذونو د جانچ، اعتراضونو او کاغذونو بيرته اخيستو او نښو ورکولو عمل ترسره شي.

دوېمه جولايي د انتخاباتو دپاره ټاکل شوې ده.

الېکشن کمېشن ويلي یاد پروګرام به د ښځو په خاص څلورو چوکيو او يو د لږکۍ چوکۍ دپاره هم کارولی شي.

الېکشن کمېشن د دوېمې جولايۍ پورې په قبايلي ضلعو کې چرته چې انتخابات کيږي د پرمختيايي پروژو اعلانونه هم ځنډولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG