لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ټولې مدرسې به ځان د تعليم د وزارت سره درج کوي، شفقت محمود


د پاکستان د تعليم مرکزي وزير ويلي په ملک کې ټولې دينې مدرسې او پوهنتونونه به ځان د تعليم د وزارت سره درج کوي.

د تعليم مرکزي وزير شفقت محمود ويلي، د ديني مدرسو درج کولو دپاره به وزارت علاقايي دفترې پرانيزي او د ټولو مدرسو ريکارډ به راټولوي.

د دولتي ريډيو ترمخه نوموړي وزير ويلي کومې مدرسې چې خپل اندراج نه کوي هغه به تړلی شي.

شفقت محمود دا خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان پوځي وياند مېجر جنرل اصف غفور د تېرې میاشتې په خپل وروستي خبري کانفرنس کې ويلي ؤ په ملک کې ۳۰ زره مدرسې جوړې دي او په دوي کې د ۱۰۰ نه کمې داسې دي چرته چې تندروۍ پله د راوستو زدکړې ورکولی شي.

هغه ويلي ؤ پوځ هڅه کوي چې دا مدرسې قومي چوکاټ ته راولي.

د هندي کشمير په پلوامه کې په هندي ځواکونو د برید وروسته د پاکستان مرکزي حکومت د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو جېش محمد او جماعت الدعوه د مدرسو په خپله ولقه کې اخیستو ويلي ؤ.

د راپورونو ترمخه حخکومت په پنجاب صوبه کې ۱۶۰ مدرسې او سيند صوبه کې ۱۸ مدرسې د اوقافو محکمې ته سپارلې وې.

وفاق المدارس العربيه پاکستان د مدرسو په حکومتي ولقه کې اخیستل غندلي او ويلي يې ؤ حکومت د نړيوال فشار له امله د مدرسو پرضد ګامونه پورته کوي.

په پاکستان کې وخت په وخت د ديني مدرسو په نصاب، دوي ته د پېسو په ورکړه او رجسټرېشن باندې سوالونه راپورته کيږي او د ترهګرۍ پرضد جوړه کړی شوې قامي تګلاره کې هم د مدرسو د رجسټرېشن ويل شوي وو.

خو راپورونه وايي د مدرسو په اړوند تراوسه پورې هيڅ ډول ختمي پرېکړې نه دي شوي.

د وفاق المدارس مشرانو د مارچ په مياشت کې ويلي ؤ چې د ملک په مدرسو کې ۳۵ لاکه زده کوونکي زدکړې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG