لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ميانمار کې بنديوان د رويټرز دوه خبريالان خوشي کړل شوي


په میانمار کې د رويټرز دوه بنديوان کړی شوي خبريالان خوشي کړی شوي دي، دوي د ميانمار د استعماري دور د دولتي پټو رازونو د قانون په سرغړونه بنديوان کړی شوي وو.

دا دواړه خبريالان ۳۳ کلن وا لون او ۲۹ کلن کې سيو او نوميږي، دوي په هغو زرګونو کسانو کې خوشي شوي چاته چې د ميانمار صدر واېن مېنټ بخښنه کړې او خوشي کړي يې دي.

ګڼو خبريالانو په خوشي کېدو د دغو خبريالانو هرکلی کړی او وا لون ويلي هغه به خپل کار ته دوام ورکوي.

دغو دواړو خبريالانو ته په تېر ستمبر کې د اووه کالو بند سزا اورول شوې وه.

دوي په کال ۲۰۱۷ م کې په راکاين کې د خونړو پوځي عملياتو په مهال هلته دنده ترسره کوله کله چې اووه لاکه د روهنګيا مسلمانان بنګله دېش ته کډه شوي وو.

دوي په دسمبر کې هغه وخت نيول شوي چې کله دوي ته په يو رسټورنټ کې يو پوليس افسر د لسو روهنګيانو د وژنې په اړوند اسناد ورکول.

دوه اوونۍ وړاندې د ميانمار سپريم کورټ د دوي د خوشي کولو خواست رد کړی ؤ.

د خبريالانو په خوشي کېدو د رويټرز مديراعلی سټېفن جی اېډلر د خوشحالۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي ۵۱۱ ورځې وړاندې چې دوي نیول شوي وو د هغې ورځې نه دوي د رسنيو د ازادۍ مهم سمبول جوړ شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG