لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد دهند دبهرنیو چارو وزیرې سره په افغان سوله غږیدلی


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل اؤ دهند دبهرنیو چارو وزیره میرمن سشماسوراج دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ‌ دسولې روانو مزاکراتو کې په شوؤ پرمختګونو خبرې کړي اؤ هند امریکا ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به خپل رغنده کردار ولوبوي.

دهند دبهرنیو چارو د وزارت ویاند رویش کمار په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر لیکلي هند ته د زلمي خلیلزاد ددغه سفر په مهال ښاغلي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج سره په دوحه کې د افغان سولې د روانو خبرو اترو په اړوند معلومات شریک کړي دي.

هغه وایي په دخلیلزاد اؤ میرمن سوراج ترمینځ شوې دغه لیدنه کې دافغان سولې اؤ پرمختګ دپاره د سیمه ییزو هیوادونو په کردار هم خبرې اترې شوي اؤ هند هوډ ښودلی چې په راتلونکو نزدې وختونو کې به د افغان سولې مربوط اړخونو سره په ګډه کار وکړي.

زلمي خلیلزاد دافغان سولې لړ کې سیمې ته د خپلو سفرونو د روانۍ لړۍ په جریان کې تر دې دمخه دهند د رقیب هیواد پاکستان سفر هم کړی ؤ اؤ دغلته یې دپاکستان حکومتي اؤ پوځي مشرتابه څخه دافغان سولې لړ کې مرسته غوښتې وه .

امریکایکي ،افغان اؤ هندي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې طالبان دپاکستان دپوځ لخوا حمایه کیږي اؤ هم دپاکستان په لمسه یې افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړی خو پاکستان بیا دغه تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي افغانستان کې دسولې اؤ امن پلوي دي.

په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو په پاکستان فشارونه سیوا کړي چې باید طالبان افغانستان کې سولې ته اماده کړي اؤ پاکستان وایي چې دخپله انده به دافغان کشالې په سوله ییز هواري کې هر رقم مرسته کوي .

خو طالبانو تر دې مهاله افغان دولت سره دسولې خبرو اؤ اوربند ته غاړه نه ده اېښودې.

په قطر کې د طالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمینځ د تیرو څو ورځو راهسې دافغان سولې په اړوند خبرې روانې دي خو روژې د راتللو له امله دیوې ورځې دپاره دغه خبرې ودرؤل شوې وې اؤ نړيوالې رسنۍ وایي ټاکل شوې ده نن دسه شنبې د ورځې نه دغه خبرې یو وارې بیرته پیل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG