لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناصرخان جان سره دپاکستاني ټي وي سپکه رویه په ټولنیزو رسنیو غندل شوې


په سوشل میډیا دخپل خندني کردار په وجه مشهور شوی دخیبر پښتونخوا د دیر سیمې اوسیدونکی ناصر خان جان دا مهال په ټوئټر ټرینډ جوړ شوی اؤ په سوونو خلکو د یو پاکستاني ټي وي دنطاق هغه رویه غندلې چې دناصرخان جان سره پخپل پروګرام کې کړې وه.

ناصرخان جان چې تیرو ورځ د سماء په نوم دپاکستان یو شخصي ټیلي ویژن چیتل خپلې سحرنۍ شو ته د میلمه په توګه وربللی ؤ خو په دغه شو کې پرې د پروګرام کوربه سخت ټکونه کړي چې ولې هغه په ویډيوګانو کې کمیس وباسې اؤ خپل بدن خلکو ته ښایي؟

ناصرخان خان جان چې د پروګرام د کوربه نیوکو ته ځوابونه ویلي په سوشل میډیا هغه خلکو ستائیلي اؤ د پروګرام دکوربه د رویې غندنه یې کړې ده.

په دغه پروګرام کې لیدل کیږي چې ناصر خان جان د پروګرام دکوربه ددې نیوکې ځواک کې چې ولې دکمیس ویستلی وي؟ وایي ”ما دخپل وجود په جوړښت محنت کړی ځکه یې خلکو ته ښایم اؤ که وئ ښایم نو دا کومه بده خبره نه ده، تا چې خپل وجود نه دی جوړ کړی اړتیا نه لرې خپله باډي خلکو ته وښایې”

په دغه پروګرام کې دټي‌ وي کوربه ناصر خان جان ته پرله پسې دپیغور ژبه کې وایي چې تاته څه ضرورت دی چې نخرې پېخرې کوې، اؤ ولې په تولیه کې ډانسونه کوې خو ناصر خان جان ورته وایي چې هغه خلک خوښوي اؤ څه چې کوي د یو سړي په توګه پرې ورته ځان کله هم ملامته نه ښکاري.

دناصرخان جان سره دیو ټي‌ وي له اړخه شوې دغه رویه په ټوئټر دومره غندل شوې چې ناصرخان جان په ټوئټر ټاپ‌ ټرینډ جوړ شوی

د جویریه صدیقي په نوم خبریاله په ټوئټر لیکي “د پروګرام کوربه بدتمیزي کوي اؤ ناصرخان جان ډير په تحمل جوابونه ورکړي دي،د ناصر خان جان په څير ستوري د خلکو په خندولو پییسې ګټي،هیڅوک دا حق نه لري چې په ټي وي راشي اؤ دهغه په ضد کرکې خورې کړي”

جویریه صدیقي ددغه پروګرام د کوربه نه دا هم غوښتي چې پخپله سپکه رویه باید د ناصر خان جان څخه بخښنه وغواړي.

د زیشان رشید په نوم یو تن لیکلي د ناصر خان جان ویډیوګانې دپاکستان د ناولي سیاست اؤ هغه څه نه ډیرې ښه دي چې دپاکستان میډیا یې اولس ته ښایي

د انور علي ارقم په نوم یو بل تن لیکلي “هره خبره دې دې ددې ملا اؤ لبرل ترمنیځ ولې کېښودل شي،که ناصرخان جان دچا نه وي خوښ،نه دې یې ګوري خو په سوشل میډیا دبزنس په اساس هغه د ټي وي شو ته رابلل اؤ بیا ورسره داسې رویه کول څه معنا لري؟”

عاطف خان بیا وایي چې په ټی وي ګانو داسې شو ګانې یوازې د ریټنګز سیوا کولو دپاره کیږي چې اولس ته پکې له بکواسیاتو پرته هیڅ په لاس نه ورځي

یو شمیر خلکو د ناصر خان جان غندنه هم کړې ده اؤ لیکلي یې دي چې هغه کومې سپکې ویډیوګانې جوړوي په هغې ورته شرم پکار دی، خو ناصر خان جان په دغه پروګرام کې وایي چې هغه داسې سپکې ویډيوګانې نه دي جوړې کړي چې وپرې شرمیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG