لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف ای اې د 3 چینایانو په ګډون 7 تنه چین ته د پاکستانۍ ښځو د قاچاک په تور نیولي


اسلام اباد ـــ د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ايف اي اې په هېواد کې د هغو چينایي وګړو په ضد خپل عمليات دوام داره ساتلی چې د ودونو په پلمه پاکستانۍ جينکۍ او ښځې چين ته د جنسي کاروبار لپاره قاچاق کوي.

ایف ای اې نن د سه شنبې- نهې په ورځ له پنډۍ څخه د 3 چينایي وګړو په ګدون نور 7 کسان نيولي دي چې پکې د دغې ډلې چینایي مشر هم شامل دی. مطبوعات وایي په دغو نیول شویو کسانو کې دوې جوړې هم شاملې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير بریګېډیر اعجاز شاه هم په دې لاقانونه کاروبار کې د بوختو چينایي وګړو د هلو ځلو نوټس اخیستی.

د کورنو چارو دپاره د قامي اسمبلۍ د قايمه کمېټۍ مشر راجا خرم شهزاد نواز له وي.او.اې ډيوه سره په خبرو کې په دې کاروبار کې د تورنو کسانو د نیول کېدو پخلی کړی:

"زموږ ځینې پولیس افسران په داسې یوه جعلي واده کې شریک شول او په دې اړه معلومات را غونډ کړي او کار ورباندې کوي. هر څوک چې په دې دنده کې ککړ دي د قانون منګولو ته به سپارل کېږي، موږ به په خپل هېواد کې داسې هیڅ کار ته اجازه ور نه کړو".

په دې غير قانوني دنده کې د ککړ نيول شوو چينایي او پاکستاني وګړو شمېر 19 ته رسېدلی. ايف ای اې پرون د فیصل اباد او لاهور څخه هم د 8 چينایي وګړو په ګدون 12 کسان نيولي وو.

مطبوعات د ایف ای اې د پینډۍ د څانګې د مشر کامران علي له خولې وایي، چې نیول شویو کسانو به ځانونه په جعلي توګه مسلمانان ښودل او پاکستانۍ ښځې به یې د ودونو په پلمه جنسي کاروبار ته مجبورولې. وایي ځینې تورن کسان پکې د پاکستانیو ښځو د اندامونو په خرڅولو کې هم ککړ موندل شوي.

په پاکستان کې دننه په بشري قاچاق کې د ککړو چينایي وګړو په ضد دا عمليات له هغه وروسته پيل شوي چې کله د بشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رايټس واچ په خپل وروستي رپورټ کې د چينایي وګړو له خوا د ودونو په پلمه چين ته د پاکستانيو ښځو د جنسي کاروبار دپاره د قاچاق په پېښـو انديښنه ښودلې وه او په چارواکو یې د ګامونو پورته کولو غږ کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG