لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمدیان: پاکستاني ریاست له ټولو بنیادي بشري حقونو محروم ساتلي یو


په پاکستان کې اوسېدونکي احمديان وایي، رياست دوی د ټولو بنيادي بشري حقونو نه محرومه ساتلي او د پنجاب حکومت د دوی د مذهبي کتابونو په لوستلو هم بنديز لګولی دی.

احمديانو په خپل کلني رپورټ کې ويلي دي، رياست د هغو خلکو ملاتړ کوي چې د احمديانو په ضد نفرت او کرکه خوروي. دغه شان په حکومتي کچ هم احمديان د بنيادي بشري حقونو نه محرومه ساتل شوي دي.

د احمديانو وياند سليم الدين وایي په پاکستان کې د هندوانو، عيسايانو او مسلمانانو د پاره يو انتخابي لیسټ دی خو وایي د احمديانو دپاره بېل ووټر لیسټ دی چې له وجې یې دوی په انتخابي عمل کې برخه هم نه شي اخیستلای.

سليم الدين وایي د پنجاب حکومت ورباندې د خپلو مذهبي کتابونو په لوستلو هم بنديز لګولی دی:

"زموږ په کتابونو دې بندیز ختم شي، مونږ د خپلو کتابونو تبليغ نه کوو، خو موږ ته یې خپله هم د لوستلو اجازه نه شته او زموږ د مذهبي مشر پر ټولو کتابونو یې بندیز لګولی".

سليم الدين وایي د احمديانو په ضد په پاکستان کې کرکه دومره زياته کړل شوې ده چې نه خو ورسره څوک کاروبار کوي او نه ورباندې اکثر دوکانداران شيان خرڅوي:

"له ټولنیز ژونده یې واخلې تر مذهبي ازادي پورې په هر څه کې پر موږ بندیزونه لګول شوي دي، په لاهور کې پر دوکانونو ښکاره لیکل شوي چې موږ له کوم قادیاني سره کاروبار نه کوو".

په دې رپورټ کې ويل شوي چې له 1984م نه 2018م کال پورې د عقيدې د اختلاف په بنياد 262 احمديان وژل شوي او په 388 احمديانو قاتلانه بريدونه شوي دي.

دغه شان د انتظامیې له خوا هم په دې موده کې د احمديانو 23 ځايونه تړل شوي دي او د احمديانو په 17 عبادتخانو باندې خلکو قبضې کړې دي.

رپورټ وایي چې په مجموعي توګه د احمديانو په ضد په تېرو څه دپاسه دېرشو کلونو کې 4174 مقدمې شوې، چې وایي اکثره یې د مذهب په بنیاد جوړې کړل شوې دي.

احمديان د نولسمې پېړۍ د روحاني ميرزا غلام احمد لارويان دي. دوى د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د خداى وروستى استازى نه بولي، جهاد ردوي او هغه څه ته بد وايي چې د اسلام سياسي کېدل يې بولي.

په نړۍ کې د ټولو نه زيات احمديان په پاکستان کې مېشت دي خو دلته په 1974م کال کې د يو آيیني بدلون تر مخه دوی غير مسلمانان گرځول شوي دي او پر دوی بندیز دی چې اذان به نه کوي، ځانونه به مسلمانان نه ګڼي او خپلې عبادتخانې ته به مسجد نه وایي او حتی دا اجازه هم ورته نه شته چې خپل مړي په عامو هدیرو کې ښخ کړي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG