د افغانستان پلازمینې کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند د لویې څارنوالۍ ترڅنګ چاودنه شوې ده.
دکورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د پېښې پخلی وکړو خو نوموړي په اړوند نور جزيات شريک نه کړل.
نصرت رحیمي وویل چې دا پېښه نن غرمه مهال نېدې ۱۲ بجې د شهرنو سیمه کې دپاملرنې موسسې ته مخامخ رامنځته شوې .
د پېښې په ځای کې له چاودنې وروسته هم اوس هم لوګي پورته کیږي او پېښه کې د رامنخته شویو تلفاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.