لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عيسايي مېرمن اسيه بي بي د پاکستان نه تلې ده


د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې بري شوې عيسايي مېرمن اسيه بي بي د پاکستان نه بهر تلې ده.

د پاکستان ځايي رسنيو د بهرنيو چارو د وزارت د سرچينو لخوا پخلی کړی چې هغه د ملک نه بهر تلې، هغه ازاده ده او په خپله خوښه هر چرته تلی شي.

خو د اسيې بي بي په اړوند دا کره خبره نه ده مالومه شوې چې هغه چرته تللې ده.

اسيه بي بي د مذهب د سپکاوي په تور اته کاله بنديوانه وه خو تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان سپريم کورټ په هغې لګېدلي تورونه غلط ګرځولي او هغه يې بري کړې وه.

د خوشي کېدو وروسته پاکستاني چارواکو ويلي هغه يې خوندي ځای ته منتقل کړې ده.

خو د عيسايي مېرمنې د بري کېدو سره سم په پاکستان کې تندروه مذهبي ډلو د سترې محکمې د يادې فېصلې پرضد قهرجنې مظاهرې پېل کړې وې.

له دغې وروسته د اسیه بي بي مېړه عاشق مسيح د برتانيې، کېنېډا، امریکا او اټلي نه د خپلې کورنۍ دپاره پناه غوښتې وه.

د اسيه بي بي د بري کېدو وروسته د کېنېډا د بهرنیو چارو وزير د پاکستاني سیال شاه محمود قرېشي سره په دغه اړوند خبرې اترې هم کړې وې.

راپورونه وايي عیسايي مېرمن کېنېډا ته د خپلو دوه لوڼو څنګ ته رسېدلې ده.

د هغې وکيل سېف الملوک هم د ګواښونو له امله ملک پرېښودی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG