لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند پاکستان ته: که ترهګري نه بندوئ، اوبه درباندې بندوو


واشنګټن: د هندوستان د اوبو د چارو وزیر نېتېن ګدکاري د شورو یا چهارشنبې په ورځ ګواښ کړی، که اسلام اباد د ترهګرو ملاتړ و نه دروي نو هند به پاکستان ته د بهیدونکو سیندونو د درولو له کاره په شا نشي.

"د اوبو وزارت لا له مخکې په هغو سیندونو کې د اوبو د درولو لپاره کاري نقشه جوړه کړې له کومو چې پاکستان ته اوبه بهېږي."

د هندوستان د انډیا ټایمز ورځپاڼې له مخې، ګدکاري دغه څرګندونې د هردیپ پوري د کمپاین غونډې ته د وینا پر وخت وکړې څوک چې له واکمن بي جې پي ګوند څخه کاندید دی.

ښاغلي ګدکاري زیاته کړه، حکومت پلان لري چې په پنجاب، هریانا، اوترخند، اوترپرادېش او راجستان کې د اوبو شپږ بندونه جوړ کړي او له دې لارې به د اوبو ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

"د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۶۰ کال کې د سنده-طاس په نامه د اوبو تړون شوی خو بنسټ یې په سولیزه اړیکو باندې وه خو که د ترهګرۍ اوسنۍ مخ بدل نشي نو هند به پاکستان باندې د خپلو اوبو د بندولو په برخه کې سختې پرېکړې ته ډېر صبر و نه کړي."

هغه وړاندې وویل، زیاتې اوبه به پنجاب او هرنایي ته ورکړل شي تر څو د کر کروندې ستونزه یې ورسره حل شي.

د سېند ـ طاس تړون څه دی؟

د اوبو د ویش ددې تړون اړتیا په کال۱۹۴۸ کې هغه مهال ولیدل شوه چې دهند او پاکستان د تاوژنو اړیکو له امله هند د خپلو ختیځو سیندونو اوبه په پاکستان وتړلې .

د دواړو هیوادونو ددغه تاوتریخوالي هواري لپاره نړیواله ټولنه رامنځ ته شوه او په کال ۱۹۶۰ کې هند او پاکستان د سیند تاس په نوم د اوبو د ویش تړون وکړ.

ددې تړون په اساس دا خبره فیصله شوې ده چې د “انډس بیسن” د شپږو سیندونو او دې ته د ورماتو خوړونو د اوبو نه به څوک او څنګه استفاده کوي؟

د تړون له مخې د سندهـ،جهلم او‌ چناب د لویدیځو سیندونو ۸۰ فیصدي اوبه د پاکستان په واک کې ورکړل شوي چې ۱۳۳ ملین ایکړه فټ جوړیږي او د راوي،بیاس او ستلج په ختیځو سیندونو د هندوستان حق دی .

د سیند تاس تړون له مخې هند د لویدیځو سیندونو اوبو څخه هم استفاده کولی شي خو د سختو شرطونو پر اساس.

هند په دغو سیندونو د برېښنا د تولید فابریکې (بجلي ګهر) هم جوړولی شي خو په دې شرط چې د سیند د بهیدو رفتار به په خپل ځای وي او د سیند د اوبو مخه به بل لوري ته نه اړول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG