لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين ته پاکستانۍ ښځې قاچاق کوونکي نور ۱۴ چينايان په پېنډۍ کې نيول شوي


د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) په پېنډۍ کې عمليات کړي او چين ته ښځې قاچاق کوونکي نور ۱۴ چينايان يې نيولي دي.

د ټريبيون د رپوټ ترمخه د اېف ايي ای د مرستيال ډايريکټر نديم ظفر په مشرۍ د شورو، چارشنبې په ورځ په پېنډۍ کې د پټو مالوماتو په اساس دغه عملیات شوي ۱۴ مشکوک چينايان او درې ښځې يې نيولي دي.

په وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راتلل سېوا شوي چې چينايان د واده په پلمه پاکستانۍ ښځې چين ته د جنسي کاروبار دپاره قاچاق کوي.

د پاکستان څخه چين ته د ښځو د قاچاق کولو د خبرونو مخې ته راتلو وروسته په اسلام اباد کې د چين سفارتخانې خپل غبرګون څرګند کړی دی.

د چين سفارتخانې په ټویټر ويلي، "د چين قوانين او قاعدې د ملک څخه بهر د واده د مرکزونو نه په سختۍ سره منع کوي او دوي (چين) هيله لري چې خلک به په غلطو خبرونو باور نه کوي او د پاکستان او چين د ګډې دوستۍ دپاره به کار کوي".

درې ورځې وړاندې ويل شوي ؤ اېف ايي ای د پنجاب صوبې په لاهور، ګوجرانواله او فېصل اباد ښارونو کې عمليات کړي او د ښځو په قاچاق کولو کې تورن مشکوک اته چينايان يې نيولي وو چې پکې يوه چينايي ښځه هم شامله ده.

د اېف ايي ای چارواکو ويلي ؤ دغو چينايانو د پاکستاني ايجنټانو سره په شريکه د پاکستاني ښځو سره ودونه کول او بيا به یې چين ته د قاچاق کولو وروسته په جنسي کاربارو مجبورلې.

د چينايانو پرضد دغه ډول عمليات په اسلام اباد کې هم ترسره شوي او د درېو چينايانو په ګډون د اووه کسانو نيولو ادعا شوې وه.

په پاکستان کې دننه په بشري قاچاق کې د ککړو چينایي وګړو په ضد دا عمليات له هغه وروسته پيل شوي چې کله د بشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رايټس واچ په خپل وروستي رپوټ کې د چينایي وګړو له خوا د ودونو په پلمه چين ته د پاکستانيو ښځو د جنسي کاروبار دپاره د قاچاق په پېښـو انديښنه ښودلې وه او په چارواکو یې د ګامونو پورته کولو غږ کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG