لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هرنايي: وسله وال بريد او چاؤدنه کې د سرتېرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي


د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې په يو وسله وال بريد او چاؤدنه کې د اېف سي ځواک د دوه سرتېرو په ګډون ټول پينځه تنه وژل شوي دي.

د چارواکو په وېنا دا پېښه نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ سهار رامنځته شوې ده.

چارواکو ويلي نن سهار د هرنايي ضلعې په خوسټ علاقه کې د سکرو د کان دوه خواري کښ په ډزو وژل شوي او بيا د اېف سي ځواک ګاډی سيمې ته روان ؤ.

د هرنايي چارواکي وايي د اېف سي ځواک ګاډي ته په لار کې اېښودل شوي بم ته چاؤدنه ورکړی شوې او په چاؤدنه کې د اېف سي دوه سرتيري او يو عام تن وژل شوي دي.

په سمدستي ډول د برید او چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

په بلوچستان صوبه کې پرون هم په يوه چاؤدنه کې د يو قبايلي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي وو.

ياده پېښه د ګلستان سره نزدې رامنځته شوې او قبايلي مشر ولي محمد عبيزۍ پکې په خپل ګاډي کې په هدف شوی ؤ.

چارواکو ويلي ؤ د ولي محمد عبيزۍ په ګاډي شوې چاؤدنه کې هغه او هغه سره دوه نور کسان وژل شوي وو.

پرون د شورو، چارشنبې په ورځ په لاهور کې يو په يو ځانمرګي بريد کې د پينځه پوليس سرتېرو په ګډون لس تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG