لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغان کشاله دجګړې دلارې نه هواریږي،سوله به منل وي


پاکستان یو وارې بیا دخبرو اترو دلارې دافغان کشالې دسوله ییز هواري ملاتړ اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې جګړه دهیڅ یوې ستونزې هواری نه دی.

د زیارت په ورځ اسلام اباد کې رسنیو ته د اوونیز احوال تیرولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل ویلي پاکستان مدام دافغان شخړې د سوله ییز هواري پلوي پاتې شوی اؤ په دې باور لري چې یوازې د خبرو اترو د لارې افغان کشاله هواریدلی شي.

هغه وویل افغانستان کې اوږدې جګړې ددې خبرې ثبوت دی چې دجګړو دلارې کله هم ستونزې نه هواریږي بلکې خپلو کې دخبرو اؤ دسولې دلارې په دغه جګړه ځپلې هیواد کې امن ټینګیدلی شي.

ښاغلي ډاکټر فیصل ویلي پاکستان دافغان کشالې دسوله ییز هواري په لړ کې وړاندې هم خپلې مرستې کړي اؤ اوس به یې هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني هم داتوار په ورځ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان سره په ټيلي فون خبرې کړې وې اؤ هغه نه یې دافغان کشالې په سوله ییز هواري کې دخپل رول ترسره کولو غوښتنه کړې وه.

په دغو ټیلي فوني خبرو کې وزیراعظم عمران خان افغان ولسمشر اشرف غني ته دپاکستان دسفر بلنه هم ورکړې وه ترڅو دافغان سولې په اړوند دواړه مشران نورې تفصیلي خبرې مخ پرمخ وکړل شي.

دافغان صدارتي دفتر دبیان له مخې اشرف غني د وزیراعظم عمران خان دپاکستان دسفر بلنه منلې ده خو ددې سفردپاره نیټه به وروسته اعلانولی شي.

امریکا په دې وروستیو کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړي اؤ په هغوئ ټینګار کوي چې باید افغان دولت سره نیغ په نېغه خبرو اؤ اوربند ته غاړه کښیږدي خو طالبان اوربند اؤ بین لاافغاني خبرو څخه انکاري دي اؤ وایي ترهغې اوربند نه کوي ترڅو چې نړیوالو ځواکونو افغانستان څخه د وتلو مهال ویش نه وي اعلان کړی.

افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره لیدنه کې هغه نه دافغان کشالې په هواري کې مرسته غوښتې وه.

افغان اؤ امریکایي چارواکي په دې نظر دي چې طالبان دپاکستان دپوځ سره لار لري اؤ هم دهغوئ په وینا یې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي چې په طالبانو یې مخکې اثر ؤ خو اوس هاغه اثر نه لري اؤ طالبان خپلې پرېکړې پخپله کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG