لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا سمندري بېړه او جنګي الوتکې منځني ختیځ ته ورسېدې


د امریکا په اهدافو د ایران لخوا د برید په اندېښنه په جنګي الوتکو بار امریکایي سمندري بیړه” یو ایس ایس ابراهم لنکن” اؤ څلور B-52 الوتکې منځني ختیځ ته رسېدلې دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې ویاند کیپټن ولیم اربن امریکا غږ ته ویلي دي چې چې دوه جنګي الوتکې د زیارت په ورځ‌ سیمې ته رسېدلې او اووه نورې د شورو- چهارشنبې په ورځ رسېدلې وې.

یو دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پخلی کړی چې دغه جنګي الوتکې دا مهال دقطر په العبید هوایي ډګر ولاړې دي .

دسنیټ کام کمانډر جنرل کنیتهـ مکنیزي د چهارشنبې په ورځ واشنګټن کې ویلي وؤ چې په منځني ختیځ کې ددې نورو پوځي مهماتو تابیا دایران لخوا دتاؤ تریخوالي نه د ډکو خبرداریو ترلاسه کیدلو وروسته دجواب په توګه شوی دی.

دهوایي ځواکونو مشر جنرال ډیوډ ګولډفائن امریکه غږ ته ویلي چې “په چټک پوځی مرسته ترلاسه کیدلو دا پیغام ترلاسه کیږي چې داړتیا پر وخت مونږ هر ګواښ ته جواب ویلی شو،اؤ مونږ به دوخت اؤ ځائ په ټاکنه مناسب جواب ورکوؤ”

اروپائي مشرانو د ایران لخوا دترلاسه شوؤ اندېښنو غندنه کړې اؤ هیله یې ښودلې ده چې ایران به خپل اټومي پروګرام نه پیل کوي اؤ که چرې داسې یې وکړل نو دا به دایران له لوري د تاریخي نړیوال تړون ماتولو ګام وي.

د شورو په ورځ دامریکا لخوا په ایران د نوؤ بندیزونو لګولو کیدلو نه یوازې څو ساعته وروسته دایران صدر حسن روحاني ویلي وؤ چې که چرې نړیوالو طاقتونو دوؤ میاشتو کې دننه د بندیزونو په ضد ایران ته تحفظ ورنکړو نو ایران به د یورینیم د جائزو حدونو څخه په ور اوختو د لوړې کچې یورینیم تیارول پیل کړي.

د زیارت په ورځ د اروپائي اتحادیې، برتانیې، فرانس اؤ جرمني دبهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وؤ هغوئ دایران لخوا ورکړل کیدونکی هر خبرداری ردوي اؤ اټومي تړون کې شوؤ ژمنو ته په کتنه به د ایران دګامونو جاج اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG