لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاس اينجلس:پولیسو اؤ ایجنټانو له یو کوره زر میله وسلې نیولي


امریکایي پولیسو اؤ مرکزي ایجنټانو د لاس اینجلس یوه سیمه کې په یوه ګران قیمته ودانۍ چاپه وهلې اؤ له دغې ودانۍ یې د۱۰۰۰ؤ څخه زیاتې وسلې نیولي دي.

په بېل ائیر کې له ودانۍ څخه بهر خبریالانو ته دلاس اینجلس دپولیسو یو مشر لیفټننټ کریس ریمرز ویلي ما دخپلې یو دیرش کلنې نوکرۍ په موده کې دومره زیاته وسله نه وه لیدلې .

په دغه وسلو کې دټوپکو ، تمانچواؤ مشین ګنونو ترڅنګ یو شمیر نورې قسماقسم وسلې هم شامل دي چې له نیول کیدو وروسته د یاد کور مخې ته په غځېدلې سړک اؤ صندوقونو کې اېښودل شوې وې.

د ددې وسلو موندلو دپاره دغه کور ته ورننوتلو پولیس افسرانو دکور ټولې خونې تر دولسو ساعتو لټولي دي.

لیفټننټ کریس ریمرز وایي دا له پوهې بالا خبره ده چې څوک دیوې داسې سیمې دننه په یو کور کې ځان سره څنګه دومره ډیره وسله لرلی شي؟

دمخدره اؤ چاودیدونکو موادو مرکزي دفتر وایي دسیمې یو اوسیدونکي چې د یاد کور سره همسایه دی ورته په دغه کور کې دغیر قانوني وسلې دپلورل کیدلو اطلاع په پټ ډول ورکړې وه.

پولیسو دسیمې څخه یو شکمن تن نیولی چې پیژندګلو یې د ګیررډ سینز په نوم شوې ده. هغه د زمکو د لویې کاروباري سینتیا بیک ملګری دی اؤ یاد کور هم د سینتیا بیک ملګیت دی.

ویل کیږي سینیز سن ډیګو سیمه کې د ودانیو ټیکدار دی اؤ دهغه په ضد و وسلو ګڼې مقدمې هم درج دي خو دا مهال په ضمانت بهر ګرځي.

تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې کوم کور نه په دومره لویه کچه وسلې ترلاسه شوي هغې کې څوک میشته دي؟

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG