لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عثمان کاکړ: غداران هغه پوځي جرنېلان دي چې مارشلا يې لګولي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، د ملک غداران سياستوال نه دي بلکې هغه پوځي امران او جرنېلان دي چې ائين يې د پښو لاندې کړی او مارشلا يې لګولي دي.

د زيارت، پنجشنبې په ورځ د برني اېوان سېنېټ غونډې ته په وېنا کې ښاغلي کاکړ په پښتون ژغورنې غورځنګ د پوځي وياند لخوا لګېدو تورونو ته په غبرګون کې وويل،

"د پي ټي اېم ساده غوښتنې وې د بې درکه خلکو خبره يې کوله، د ماينونو پاکولو، د ۴۴۰ کسانو په وژنه تورن راؤ انوار خبره او دغه ډول په سیمه کې د امنيتي ځواکونو او ورانو کورونو، خپلو محروميو خبره يې کوله" خو د هغوي پرضد تورونه ولګول شو.

د سېنېټ مشر (چيئرمېن) صادق سنجراني ته په مخاطب کولو سره نوموړي وويل چې ستاسو په وېنا جوړې کمېټۍ د پي ټي اېم مشران سېنېټ ته راوبلل او د هغې څو ورځې وروستو د پوځ وياند په پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه د پېسو اخيستو تورونه ولګول.

هغه وويل "داسې ملک نه شي چلېدی څنګه يې چې د پېنډۍ اسټبلشمنټ چلوي دلته ائين او قانون موجود دی".

کاکړ پوښتنه وکړه؟ چې "جي اېم سيد غدار، بزنجو صېب غدار، محمود خان اڅکزی غدار، باچا خان غدار، خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزی غدار، مولانا فضل الرحمان غدار، زوالفقار علي بټو غدار پانسي، بېنظيربټو امنيت ته خطر، نوازشريف امنيت ته خطر، اسفنديار غدار دا ټول غدار او اوس منظور پشتين غدار، هر سياسي سړی غدار؟ يواځې اسټبلشمنټ والا وفادار دي؟".

هغه وويل "غدار خو ضيا الحق ؤ چې ائين يې چقولی، او غدار خو يحي خان او پروېز مشرف ؤ چې ائين يې د پښو لاندې کړی او غدار هغه ريټايرډ جرنېلان وو چې د مارشل لا ملاتړ يې کړی دی".

کاکړ زياته کړه د پاکستان په تاريخ کې تر ننه پورې يو جرنېل د مارشل پرضد استعفی نه ده ورکړې، او "اوس هم د ضیاالحق او مشرف پېروکار په اسټبلشمنټ کې دي چې ترهګري جوړوي چې د ائين او پارلیمان پامالي کوي".

عثمان کاکړ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اپرېل د مياشتې په ۲۹ نېټه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور په يوه خبري غونډه کې په پي ټي اېم سخت تورونه لګولي وو چې د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو نه یې پېسې اخيستي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ويلي ؤ د دغو تورونو ثبوت دې راوړي او یو کمېشن دې جوړ کړی شي چې هر څه په ډاګه کړي.

عثمان کاکړ په خپلو خبرو کې وويل، د ملک مجموعي حالات او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او پخوانۍ قبايلي سيمې چرته چې پښتانه اباد دي هلته حالات خراب دي او ورځ تر بلې د رياستي ادارو او پښتنو ترمنځ کرکه سېوا کيږي.

هغه وويل په دغو حالاتو رسنۍ غلې کړی شوي او حکومت کوم واک نه لري چې خپله کومه ډاګيزه پاليسي پرې وړاندې کړي.

نوموړی زياته کړه په ملک کې ترهګري ده او تر ټولو زيات پکې پښتانه وژل شوي دي په ټول ملک کې خلک بې درکه کول کيږي، خو امنيتي اسټبلشمنټ چې کوم ډول ملک چلوي څوک هم ترې مطمئن نه دي.

هغه وويل د افغانستان د سولې خبرې روانې دي په هغې باندې په پارلیمان کې بحث پکار دی په دغو حالاتو بايد سترګې پټې نه کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG