لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د ډرون برید کې دحافظ ګل بهادر ډلې پینځه وسله وال وژل شوي


دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله شمالي وزیرستان کې دطالبانو د تندره ډلې حافط ګل بهادر په وسله والو بې پائیلوټه الوتکو میزائیلي برید کړی چې پکې ددغه ډلې د یو مهم کمانډر په ګډون پینځه وسله وال وژل شوي دي.

د سیمې څخه د وائس اف امریکا دخبریال عدنان بیټني دمعلوماتو په اساس دغه برید د جمعې اؤ خالي په مینځ شپه دافغانستان اؤ پاکستان دپولې په صفري نکته کې په لمن کلي کې په یو کور شوی.

په دغه کور ډرون دوه میزائیل داغلي چې پکې پینځه وسله وال وژل شوي چې تعلق یې د طالبانو د یوې ډلې حافظ ګل بهادر ګروپ سره ښودل کیږي.

په وژل شوؤ چې ددغه ډلې تکړه کمانډر اسدالله چې په سنګري مشهور ؤ هم وژل شوی.

د کمانډر سنګري تعلق دشمالي وزیرستا رزمک سب ډویژن د دوصلي تحصیل پراډ کلی سره ؤ اؤ هغه دحافط ګل بهادر په ډله کې مهمې ذمه وارۍ پغاړه لرلې.

سرچینې وایي په کومه سیمه کې چې دا برید شوی هغه دافغانستان دپکتیکا ولایت په حدودو کې راځي خو تر اوسه افغان چارواکو په دغه هکله څه نه دي ویلي.

دپاکستان امنیتي سرچینو ددې برید پخلی کړی خو په اړوند یې د نور څه وئیلو نه ډ‌ډه کړې ده.

تر دې وړاندې هم دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله امریکایي ډرون الوتکو د القاعده اؤ طالبانو یو شمیر ځالې په نخښه کړي چې پکې یې ددغو دواړو ډلو مهم د سر،سر مشران وژل شوي.

په دې وروستیو کې امریکا دپاکستان په قبائیلي ضلعو کې پخپل ډرون بریدونو کې کمی راوستی خو دافغانستان لوري ته وخت په وخت اوس هم بریدونه کوي.

تیرکال په ۱۴م جون دپاکستان سره په لګیدلي دافغانستان کونړ ولایت کې دامریکایي ډرون په یو برید کې دپاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله اؤ د هغه نور ګڼ شمیر وسله وال وژل شوي وؤ.

همدغسې تر دې وړاندې د طالبانو دتحریک نور مشران بیت الله محسود، حکیم الله محسود،قاري حسین اؤ ګڼ شمیر نور هم دپاکستان په قبائیلي سیمو کې په ډرون بریدونو کې وخت په وخت وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG