لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې تر اوسه 30 چینایان له پاکستانیو نجونو سره د جعلي ودونو په تور نیول شوي


واشنګټن ــــ په وروستیو کلونو کې زیات شمېر چینایانو پاکستان ته مخه کړې چې ګومان کېږي ټول به په دې هېواد کې د چین پاکستان په اقتصادي منصوبه (سیپېک) کې کار کوي، خو په وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې په پنجاب صوبه کې د چینایانو ګڼ شمېر ډلې له پاکستانیو ښځو سره په جعلي توګه ودونه کوي او بیا یې چین ته د جنسي کاروبار لپاره بیایي.

پاکستاني چارواکو د دغسې چینایانو په ضد ګامونه پورته کړل او په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ایف ای اې تر اوسه لسګونه چینایان او د هغوی پاکستاني همکاران نیولي، چې خپل هېواد ته د پاکستانیو ښځو په بشري قاچاک او جنسي کاروبار کې یې لاس درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وایي، بېجنګ ورته ډاډ ورکړی چې له پاکستانیو ښځو سره په جعلي ودونو او بشري قاچاک کې د لاس لرونکو چینایانو په ضد ورسره هر ډول ممکنه مرستې ته تیار دی. ښاغلي فیصل په یوه خبرپاڼه کې ویلي:

"د دواړو هېوادونو اړوند چارواکي پر دې مسئله باندې سره په اړیکه کې دي او د چین حکومت راته ویلي چې په دې برخه کې هراړخیزې مرستې ته تیار دی چې موږ یې د دې کار ستاینه کوو".

د پاکستاني امنیتي ادارو له خوا په هېواد کې د داسې چينایي وګړو په ضد عمليات لا هم دوام لري چې تر اوسه یې د مرکز اسلام اباد په ګډون د پنجاب له لاهور، فيصل اباد او ګجرانواله ښارونو څخه شاوخوا ٣٠ چنيایي وګړي نيولي دي .رپوټونه وایي تېره ورځ د لاهور ځایي عدالت 11 چينایي وګړي د نورو پلټنو دپاره په جسماني ریمانډ ایف ای اې ته سپارلي دي او د هغوی 2 پاکستاني مرستیالان یې په عدالتي ریمانډ جېل ته لېږلي دي. رپوټونه وایي نیول شویو چینایانو له خپل جرمه انکار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وایي، په بشري قاچاک کې د چینایانو د لاس لرنې د پېښو د څارنې لپاره په وروستیو ورځو کې یوه چینایي ډله هم پاکستان ته ورغلې، چې وایي له امنیتي چارواکو سره ناستې هم کړې او هغو ورته په دې اړه معلومات ورکړي دي.

په اسلام اباد کې د چین سفارت څو ورځې مخکې لا د پاکستاني امنیتي ادارو د دې کار ملاتړ کړی وو، چې وایي د ودونو په نامه باندې جرم کوي، خو د پاکستاني رسنیو دا خبرونه یې رد کړي چې ګواکې دغه چینایان په چین کې دغه پاکستانۍ ښځې جنسي کاروبار ته مجبوره کوي او د بدن غړي یې په غیرقانوني توګه خرڅوي. وایي دوی تر اوسه داسې هیڅ ثبوتونه نه دي موندلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د چین د سفارت خبره تایید کړې او له رسنیو یې غوښتي چې داسې حساس مسایل باید د کره معلوماتو او شواهدو په بنیاد رپوټ شي.

په کورنیو چارو کې د پاکستان د سېنټ د قایمه کمېټۍ مشر رحمان ملک د کمېټۍ غونډې ته ویلي، چې په دې دنده کې تورن درې پادریان هم نیول شوي دي. کمېټۍ ته ویل شوي چې یواځې په تېر کال کې 150 پاکستانۍ نجونې چین ته بېول شوې دي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د جعلي ودونو ښکار شوې شپږ نجونې یې هم له نیول شویو چینایي وګړو څخه ژغورلې دي. بل لور ته په چین کې هم د پاکستان سفارت ویلي چینایي چارواکو په خپل هېواد کې دننه هم په بشري قاچاک کې خپلو لاس لرونکو کسانو په ضد ګامونه پورته کړي او تر دې مهاله یې 20 پاکستانۍ ښځې د هغوی له منګولو خلاسې کړې دي او بیرته یې خپل هېواد ته لېږلې دي.

په پاکستان کې د چینایي وګړو په ضد د چارواکو دا عملیات د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې تر هغه رپوټ وروسته پیل شول چې د اپرېل پر 26مه یې خپور کړی وو او اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې پاکستانۍ نجونې د ودونو په پلمه چین ته وړل کېږي او هلته جنسي کاروبار ورباندې کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG