لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرکټ: د فخر زمان د ۱۳۸ رنزونو باوجود پاکستان د انګلېنډ نه ماتې خوړلې


فخر زمان

د پاکستان او انګلېنډ لوبډلو ترمنځ يوه ورځنۍ سیالي پاکستانۍ لوبډلې په ۱۲ رنزونو بايللې ده، که څه هم د انګلېنډ د ټاکلي هدف په ځواب کې د پاکستان لوبډلې فخر زمان په يواځې سر ۱۳۸ رنزونه جوړ کړي دي.

د انګلېنډ په ساوتهمپټن کې ترسره شوې دې سیالۍ پچه يا ټاس پاکستانۍ لوبډلې ګټلی خو بيټنګ يې کوربه لوبډلې ته ورکړی ؤ.

او د انګلېنډ لوبډلې د بټلر په ۵۵ بالونو ۱۱۰ رنزونو او مورګن په ۴۸ بالونو ۷۱ جوړولو سره په درې لوبغاړو سوځېدو ۳۷۳ رنزونه جوړ کړه.

د پاکستان لخوا د ټاکلي هدف په ځواب کې لمړی لوبغاړی امام الحق په ۳۵ رنزونو جوړولو سوځېدلی خو بيا فخر زمان او بابر اعظم خوندوره لوبه وکړه.

فخر زمان په ۱۰۶ بالونو ۱۳۸ رنزونه جوړ کړه او بابر اعظم په ۵۲ بالونو ۵۱ رنزونه جوړ کړه او د يو ښه پارټنرشپ وروسته فخرزمان اؤټ شو.

فخر زمان په ۳۳م اوور کې اؤټ شوی ؤ کله چې د پاکستانۍ لوپډلې رنزونه ۲۲۷ ته رسېدلې وو.

د فخر زمان د اوټ کېدو وروسته بیا اصف علي ۵۱ او کپتان سرفراز احمد ۴۱ رنزونه جوړ کړه خو بل کوم لوبغاړي ښه لوبه ونه کړه او سيالي يې په ۱۲ رنزونو وبايلله.

په سوشل ميډیا فخر زمان ستايل شوی چې ښه لوبه يې کړې او د لوبې ګټل يې اسان کړي خو په فهيم اشرف سختې نيوکې شوي چې ايا هغه ال راؤنډر لوبغاړی دی ؟ او د لوبې د بايللو پړه په فهيم اشرف ور اچول شوې ده.

په پاکستان کې د لوبو ژورنالسټ مرزا اقبال بېګ ويلي، پاکستان ښه لوبه وکړه بايد سيالي يې ګټلی وی، خو فهيم اشرف ال راؤنډر دی؟ .

يو بل ژورنالسټ عبدالغفار ويلي، په تېرو اووه یو ورځنيو سياليو کې جنېد خان نهه لوبغاړي سوځولي، فهيم اشرف یو وکټ اخيستی او عامر دوه لوبغاړي سوځولي، خو جنېد خان د لوبډلې نه بهر کړی شوی، که د دې سپيناوی وشي.

XS
SM
MD
LG