لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني او اېلس ویلز د افغانستان د سولې د پروسې ترڅنګ په نورو موضوعاتو بحث کړی


د امريکې د مرکزي او جنوبي اسيا دپاره د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې اېلس ويلز د افغانستان د صدر اشرف غني سره ليدلي او د سولې د پروسې د پرمختګونو ترڅنګ يې ورسره په نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ ویلي دغه ليدنه پرون د اتوار، يکشنبې په مازيګر ترسره شوې ده.

ویل شوي په دې کتنه د افغان صدر اشرف غني په هغه ليک چې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ ته يې ليکلي چې "پکې د دواړو لوریو د ښې حکومتولۍ او خودکفایي ته د رسېدو په موخه د امریکا ملکي مرستو ته د بیا کتنې ويل شوي" په اړه بحث او خبرې شوي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جنورۍ په مياشت کې ویلي ؤ افغان صدر اشرف غني د امریکایي ځواکونو د افغانستان څخه په وتلو اندېښنه څرګنده کړې او صدر ټرمپ ته یې په یو خط کې وړانديز کړی چې ځواکونه په افغانستان کې وساتي او مصرف يې کم کړي.

ارګ ويلي "اشرف غني او مېرمن ویلز د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو، د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو او پایلو او پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت په اړه بحث" کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا سفارتخانې ويلي امریکايي استازې د افغانستان اجراييه رئیس عبدالله عبدالله سره هم ليدلي او په يادو موضوعاتو يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

د افغان رسنيو ترمخه اېلس ويلز به د افغانستان په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د برخې اخيستونکو او د مدني ټولنې د ښځو او سړو غړيو سره وويني د افغانستان د سولې او امریکايي مرستو په سر به ورسره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG