لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

متحده عرب اماراتو ويلي په ورانوونکو عملیاتو کې څلور تجارتي بېړۍ اغېزمنې شوي


متحده عرب اماراتو ويلي د اتوار، يکشنبې په ورځ د عمان په سمندرګي کې څلور تجارتي بېړۍ د "سبوتاژ، ورانوونکو عملياتو" کې اغېزمنې شوي دي.

د وي او ای د خبر ترمخه چارواکو په دغه اړوند نور جزيات نه دي شريک کړي چې کوم ډول مشکوک عمليات شوي دي او نه دا ويل شوي دي چې د بېړو تعلق د چا سره دی خو ويل شوي د بېلابيلو هېوادونو دي.

د چارواکو په وېنا په عملیاتو کې کوم ځاني زیان نه دی اوختی او نه کېمېکل يا تېل د بېړو څخه توې شوي دي.

متحده عرب اماراتو د ايران او لبنان د خبري ادارو هغه خبرونه رد کړي چې ګنې د فجيره په بندر چاؤدنې شوي دي او زیاته کړی شوې ده بايد ميډیا زمه واره رول ترسره کړي او يواځې د چارواکو په خبره باور وکړي.

متحده عرب اماراتو ویلي نړيوال يې د عملیاتو په پلټنو کې مرسته کوي.

د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي تجارتي او عامو بېړو ته ګواښ او په بېړو کې د خلکو ژوند ته خطر سنجيده پرمختګ دی او ټول ملکونه دې د سمندر د خونديتوب دپاره زمه واره ګامونه پورته کړي.

متحده عرب اماراتو د دې ويلو نه ډډه کړې ده چې د بېړو د عملياتو په شا د چا لاس دي.

خو د امریکې د سمندري چارو انتظاميې تېره اوونۍ خبرداری ورکړی ؤ چې د ايران سره د ممکنه تريخوالي له امله د امریکې بېړۍ، د تېلو او تجارتي بېړۍ په نښه کېدی شي.

ايران په دغه اړوند کوم غبرګون نه دی ويلی.

XS
SM
MD
LG