لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دهندي وزیراعظم همشکل وایي"زه اصلي یم،مودي دې خپل کړه وړه بدل کړي"


دهندوستان په روانو ټولټاکنو کې د ابهي نندن پارټهک په نوم یو داسې تن هم د واکمن ګوند بی جی پي په ضد د بې پلوه کاندید په توګه ټولټاکنو کې برخه لري چې په څهره ،کړو،وړو اؤ خبرو کې بیخي دهند صدراعظم نریندر مودي ته ورته دی.

نړیواله خبري شبکه ای ایف پي وایي چې د وزیراعظم مودي په څېر ښکاریدونکی ابهي نندن پارټهک په تیرو ټولټاکنو کې چې په کال ۲۰۱۴م کې شوې وې د نریندر مودي کلک ملاتړی ؤ خو اوس هغه د وزیراعظم مودي دتګلارو سخت مخالف دی ا اؤ دلکهنو څخه د ازاد امیدوار په توګه د مودي د ګوند بی جی پي په ضد ټاکنو کې برخه لري.

ای ایف پي ته ابهي نندن ویلي “د وزیراعظم مودي په ضد د خلکو غصه په حقه ده، زه چې چرته هم تللی یم هلته مې دا غصه محسوس کړې ده”

هغه ویلي خلک ورسره له دې امله هم ډيره مینه کوي چې دی اؤ مودي په شکلونو اؤ وجودونو کې یو شان دي، زیاتره خلک یې ځانته ترغاړې باسي اؤ عکسونه ورسره اخلي.

هغه ویلي د کال۱۹۹۰ نه دسیاست میدان کې ولاړ دی اؤ د مودي له وجې به کله هم خپل کړه وړه بدل نکړي

وایي “زه ولې خپل کړه وړه بدل کړم،زه خو وخت له سره کورتا اغوندم اؤ ږیره مې پرېښې ده ،زه اصلي‌ یم نریندر مودي زما په څير ښکاري”

XS
SM
MD
LG