لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د مېرمنو د وژلو پېښې زیاتې شوې دي


د رسنیو او پوليسو د شمېرنو له مخې، په روان کال کې د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې تر دې دمه ۱۴ښځې د غيرت په نوم او په کور کې د جنګ جګړو له امله وژل شوېدي چې هنرمندانې هم پکې شاملې دي.

کار پوهان وايي، اصلي شمېره له دې نه هم زیاته ده خو د مختلفو مسلو له امله خلک داسې مقدمې نه درج کوي۔

دا پېښې په داسې حال کي مخې ته راغلې چې د خېبر پښتونخوا اسمبلې کې ډوميسټک وائلنس پريونشن اينډ پروټيکشن بېل يعنې د کورني تشدد د مخنيوي لپاره قانونې مسوده پيش کړې شوې ولې لا تر اوسه صوبايي اسمبلۍ د ياد قانون منظوري نه ده ورکړې۔

د مېرمنو د حقونو د ساتلو د پاره کار کونکي تنظيم عورت فانډېشن سره تړاو لرونکې صائمه منير وايس اف امريکه ډيوه نيوز ته وويل چې د موثر قانون سازې د نشوالې له امله په ښځو د تاوتریخوالي پېښو کې زياتوالې راغلې دې او دا چې صوبايي حکومت داسې ښکاري چې په دې اړه قانون راوستل نه غواړي۔

"کورنې وهل ټکول د کورنې تشدد بېل چې دې هغه چې کله اسمبلې ته ځي او اپوزيشن پرې شور اچوي نو هغه بېل اس چې دې دوې يو سپيشل کمټي جوړه کړه هغې ته يي واستلو، د پي ټي ايي دلته مېجارټي ده زيات کسان دوي دي حکومت دې څه دلچسپي نه لري که دلته ښځې مري که وژني که تيزاب په اچوې که څه هم کې دا د حکومت بيخي مسله نه ده"

نوموړې زياته کړه چې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د خپلې مرضې قوانين د مخالفو ډلو د اختلاف باجود زر تر زره پاس کړي ولې د کورني تشدد پر ضد بېل لا تر اسه نه دې منظور شوې۔

"حکومت چې دې هغه په خپله دا دخځو خلاف تشدد چې دې دې ته څه اهميت نه ورکوي، که تاسو ووګورې دا د لوکل ګورنمنټ ايمنډمنټس چې دي کنه د مقامي حکومتونو کې چې دوي کوم ترميم کړې، اپوزيشن دومره شور ووکو هغې نه باوجود هغه پاس شو، که د لوکل ګورنمنټ قانون پاس کېدلې شي نو د گھریلو تشدد بل نشي پاس کېدلې؟"

د خېبر پښتونخوا کميشن ان سټيتس اف وومن پروجيکټ ډائريکټر امنه درانې دېوه نيوز ته وويل د کورني تشدد د مخنيوي لپاره قانونې مسوده صوبايي اسمبلې ته استولې شوېده او ممکنه ده چې ډير زر دغه مسوده ايوان منظور کړي۔

"بېل چې دې يا دا قانوني مسوده چې ورته مونږ وايو د صوبايي کابينې د رضا مندې نه پس صوبايي اسمبلې ته ليګلې شوې دي، دې وخت کې پوزيشن يي دغه دې چې دا صوبايي اسمبلې سره دې هلته ډفرنټ چې کوم پارټو سره تعلق لرونکي زمونږه ايم پې ايګان دي هغوي پرې خپل ترميمونه پيش کۍ لګيا دي او مونږه ويلې شو چې دا انټرنلي لکه دا صوبايي اسمبلې کې ريويو په سطح باندې دې"

امنه درانې زياته کړه د ياد قانون ترمخه چې کوم تن د تشدد ښکار شې هغه به د قانون مطابق د ضلع په کچه جوړه کړې شوې کميټي ته د ملزم پر ضد خپل درخواست ورکوي او دا چې دې قانون پاس کېدو سره به د کورنې تشدد پېښو باندې قابو ومندلې شي۔

نوموړې وايي بل کې نارينه او ښځې دواړو ته دا ازادي ورکړې شوې چې په خپله هم رپورټنګ کولې شي عدالت ته او د پروټيکشن کميټي په زريعه هم دورخواست ورکولې شي، هغې مخکي وويل د هر يو ضلع په سطح به يو کميټي جوړېږي چې د هغي مشر به دپټي کمشنر وي او پوليس، محکمه صحت او نور اړونده محکمو افسران به د کميټي غړي وي۔

د خېبر پښتونخوا کميشن ان سټيتس اف وومن نه تر لاسه شوې شميرو تر مخه د کال ۲۰۱۸ د جولايي نه تر دسمبر مياشتې پورې خېبر پښتونخوا کې د جنسي تشدد ۵ او څلورو ښځو سره د اجتماعي زياتي کيسونه ريکارډ شوې وو، شميرې زياتوې چې د ښځو د قتل او اقدام قتل ۵۱او د کار په زيايونو کې د ښځو د حراسا کولو ۸ واقعات مخي ته راغلې وو۔

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG