واشنګټن: د امریکا د سوداګرۍ وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی د ټکنالوژۍ په شپږو کمپنیو باندې بندیز ولګاوه چې له امریکا څخه به حساسه ټکنالوژۍ او نور توکي نشي صادرولی.
د رویټرز خبري رسنۍ په راپور کې راغلي دي چې له دغو کمپنیو څخه یوه پاکستانۍ او پنځه نورې چینايي کمپنۍ دي چې په عربي متحده اماراتو کې کار کوي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت په یو بیان کې ویلي دي، چې څلورو چینايي کمپنیو چې په هانګ کانګ کې هم دفترونه لري هڅه کوله داسې امریکايي وسایل راونیسي چې پرې د ایران د ډلیزو وژنو وسلې او نور پوځي پروګرامونه سمبالېږي.
له همدې امله ددغو توکو صادارات د امریکا د صادراتو له کنټرول څخه سرغړونه ګڼل کېږي.
د امریکايي توکو په صادراتو باندې دغه نوي بندیزونه وروسته له هاغې ولګول شول چې د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزه جګړه لا پسې سخته شوې ده.
چین هم د امریکا د ۶۰ بیلینه ډالرو په ارزښت امریکايي صادراتي توکو باندې وروسته له هاغې ټکسونه لوړ کړل کله چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ د ۲۰۰ بیلینه ډالرو په ارزښت د چین په سوداګریزو توکو باندې د ټکسونو کچه له لسو څخه ۲۵ فیصدو ته لوړ کړل.