لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې پاکستانۍ کمپني د بندېزونو په نوملړ کې شامله کړې


امریکې د پاکستانۍ کمپنۍ په ګډون ۱۲ بهرنی شرکتونه او کسان د بندېزونو په نوملړ کې شامل کړي چاته چې د سوداګرۍ په ځينو څيزونو د ځانګړي لايسنس ضرورت وي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د امریکې د سوداګرۍ وزارت د ګل، دوشنبې په ورځ اعلان کړی د بندېزونو هدف يې دا يقيني کول دي چې حساسه ټېکنالوجي هغو لاسو ته ونه غورځيږي څوک چې د امریکا ملي امنيت يا اولس ته ګواښ دي.

د پاکستانۍ کمپنۍ نوم او ځای نه دی څرګند کړی شوی.

خو په بندېز لګېدونکو کې څلور کمپنۍ د چين او هانګ کانګ، دوه نور چينايان او پينځه اماراتي کسان شامل دي.

امریکايي چارواکو ويلي د نورو په ګډون پاکستانۍ کمپني په تورن ډول د دغه هېواد د ناخوندي ايټمي فعاليتونو د ټېکنالوجۍ په قابو کې راوستو له امله شامل کړی شوې ده.

د امریکې د سوداګرۍ وزير ويلبر روس ويلي ټرمپ انتظاميې په ګرده نړۍ کې هغو کسانو، کمپنيانو او ډلو ته نوټسې ورکړي د چا چې په مبينه توګه د ايران د تباهۍ خوروؤنکو وسلو سره اړوند هلو ځلو او نورو غېر قانوني کارونو په مرسته احتساب کېدی شي.

ويلبر ويلي امریکا د هر هغه اقدام مخه نیسي چې امریکا او د وګړو امنيت ته يې ترې زيان رسېدی شي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ روانه مياشت په ايران نوي بندېزونه لګولي نوموړي دغه ګام له هغې څو ساعته وروسته پورته کړی چې د ايران صدر ويلي د نړیوالو قوتونو سره د ۲۰۱۵م د ايټمي تړون د ځينو برخو نه لاس اخلي.

د ډانلډ ټرمپ په ايران د بندېزونو په صدارتي حکمنامه کې د ايران په اوسپنه، اسټيل، اېلومينيم او تانبې برخې شامل کړی شوي دي د کومو نه چې ويل شوي ايرا ن ته د بهر هېوادونو څخه لس فيصده امدن راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG