لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د تشدد پېښې دوام لري، نن درې خواريکښ په ډزو وژل شوي


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د تشدد په تازه پېښو کې درې خواريکښ وژل شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې تېره شپه په کوټه کې په يوه چاؤدنه کې څلور پوليس وژل شوي وو.

د چارواکو په وېنا نن د نهې، سه شنبې په ورځ د بلوچستان صوبې په نصير اباد ضلع کې د سيند صوبې سره په پوله پرته علاقه کې نامالومه وسله وال راغلي او د يو وداني په جوړولو بوختو خواريکښو باندې يې ډزې کړي دي.

چارواکي وايي په ډزو کې درې خواريکښ وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د ځايي میډيا ترمخه د وژل شوؤ خواريکښو تعلق د سيند صوبې د ټنډو جام علاقې سره دی.

په کوټه کې د ګل، دوشنبې، په ماسخوتن په يو بم چاودنه کې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي او ١٠ نور کسان زخمیان شوي چې پکې ملکي کسان هم شامل دي.

د چاؤدنې زمه واري د پاکستاني طالبانو ترجمان منلې وه.

د خالي، شنبې، په ورځ وسله په لاس کسانو په ګوادر کې په یو هوټل حمله کړې چې په نتیجه کې یې د هوټل د څلورو کارکوؤنکو او د سمندري پوځ د یو عسکر په شمول پنځه کسان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG