لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین: له چینایانو سره د واده شوو 90 پاکستانیو ښځو ویزې مو ځنډولې دي


واشنګټن ــــ له چینایي وګړو سره د جعلي ودونو د مخنیوي په ترڅ کې په اسلام اباد کې د چین سفارت وایي د هغو 90 پاکستانیو ښځو ویزې یې ځنډولې دي چې تازه یې له چینایي ځوانانو سره ودونه کړي او غوښتل یې چین ته لاړې شي.

د چین سفارت د مِشن مرستیال مشر ليجیان ژاو له "اردو نیوز" سره په مرکه ویلي، تېر کال 142 چینایانو د خپلو پاکستانیو ښځو لپاره ویزې اخیستې چې موږ یې په اړه پلټنې کړې او سږ کال هم د داسې ویزو لپاره درخواستونه زیات شوي:

"سږ کال تر اوسه په څو میاشتو کې د ودونو شاوخوا 140 درخواستونه رارسېدلي چې سفارتخانه ورباندې محتاطه شوې او یواځې یې 50 پاکستانيو ښځو ته ویزې ورکړې او نورې یې ځنډولې دي".

ښاغلی لیجیان ژاو د پاکستاني رسنیو دا خبرونه درواغجن او جوړ کړي بللي چې ګواکې دغه چینایان واده کړې پاکستانۍ ښځې په چین کې جنسي کاروبار ته مجبوره کوي او د بدن غړي یې په غیرقانوني توګه خرڅوي.

ژاو وایي دوی د تېر کال د 142 ودونو په اړه پلټنه کړې او تر اوسه یې داسې هیڅ ثبوتونه نه دي موندلي، یواځې په څو قضیو کې یې د تشدد او ځورونې شکایتونه تر لاسه کړي، نور ټول ودونه په قانوني ډول شوي دي.

"ټول چینایان له پاکستاني سفارته تر ویزو اخیستو وروسته پاکستان ته ځي، دوی له یونین کونسلونو نکاحنامې اخلي، بیا يې په رجسټرار تصدیق کوي او بیا یې په خارجه وزارت تصدیقوي او وروسته یې د چین په سفارت تصدیق کوي، په اخر کې د خپلو ښځو د ویزو لپاره درخواست ورکوي، نو دا هر څه په قانوني طریقه کېږي".

د چین سفارت مرستیال ژاو وایي، پاکستاني چارواکي باید د هغو شخصي ادارو، کمپنیو او د سوداګرۍ د چېمبرونو په اړه پلټنه وکړي چې دوی جعلي سرمایه کارانو ته بلنه ورکوي او هغوی پاکستان ته د ښځو په لټه پسې ورځي او هلته جعلي ودونه کوي.

په داسې حال کې چې نن د سه شنبې- نهې په ورځ د لاهور عدالت د جعلي ودونو په تور نیولي 11 چينايان د 14 ورځو په جوډيشل ريمانډ جېل ته لېږلي، د چین سفارت مرستیال ښاغلی ژاو وایي، که کوم چینایي په داسې پېښو کې مجرم وپېژندل شي دوی به یې په سزا کېدو کې د پاکستاني ادارو ملاتړ کوي:

"د نویو کېسونو په اړه هم زموږ پلټنه روانه ده، که د چا جرم پکې ثابت شي هغه به ونه بخښل شي او موږ به په دې کار کې د لاس لرونکو په ضد د پاکستاني امنیتي ادارو ملاتړ کوو. موږ به څو کسانو ته اجازه ور نه کړو چې د چین- پاکستان دوستي خرابه کړي".

له پاکستانيو ښځو سره د چینایانو د جعلي ودونو د پلټنو لپاره په وروستیو کې یو پلاوی هم پاکستان ته تللی، چې د ښاغلي ژاو په وینا د دې جعلکارۍ د مخنیوي لپاره یې یو میکانیزم هم جوړ کړی چې وایي هر پاکستانی اوس د داسې جعلي ودونو په اړه د ټلیفون له لارې د چین سفارت ته شکایت کولای شي، چې وایي د چین حکومت او پولیس به یې مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG