لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نړۍ د ونډو بازار په یوه ورځ کې یو ټریلین ډالر تاوان کړی


واشنګټن: د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزې جګړې تر ټولو ناوړه اغیز د ونډو په بازار یا سټاک ایکسچېنج باندې شوی دی.

د اونۍ لومړۍ ورځ یعنې د ګل یا دوشنبې ورځ د ونډو د بازار د سوداګرو لپاره د ډېر تاوان ورځ وه.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د اقتصادي خبرونو لپاره مشهورې خبرې ادارې بلومبرګ ویلي، د ګل ورځ په تېرو څلورو میاشتو کې د ونډو د بازار لپاره تر ټولو خرابه ورځ وه.

بلومبرګ تېره ورځ ویلي و چې یواځې په همدې ورځ نږدې یو ټریلین ډالر تاوان شوی.

د ونډو د بازار تاوان د جاپان، هانک کانګ، اروپايي مارکېټونو او پاکستان نه تر امریکا پورې په پراخه کچه لیدل شوی.

د نیویارک په سټاک ایکسچېنج کې د اس ان پي انډېکس په یوه ورځ کې نږدې دوه عشاره څلور فیصده غورځېدلی و چې له دې سره یواځې په مې میاشت کې یې د غورځېدو فیصدي څلور عشاریه شپږو ته ورسېده.

د ونډو په بازار کې دغه ډېر تاوان وروسته له هاغې راغی کله چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ د لانجې د پای ته رسولو په سر خبرې بې له کوم څرګند تړون او موافقې څخه پای ته ورسېدې.

امریکا د تېرې جمعې په ورځ د چین د ۲۰۰ بیلینه ډالرو په ارزښت سوداګریزو توکو باندې خپل ټکسونه له لسو څخه ۲۵ فیصدو ته لوړ کړل او په غبرګون کې یې چین هم د امریکا د ۶۰ بیلینو ډالرو سوداګریزو توکو باندې خپل ټکسونه زیات کړل.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپانې لیکلي، پانګوال د امریکا او چین ترمنځ د سودګریزې جګړې له یو ډېر دردونکي حقیقت سره مخ دي چې ښايي تر یو ناڅرګند وخت پورې دوام ولري.

ورځپاڼه لیکلي، تر ډېرو میاشتو پورې پانګوالو ګومان کاوه چې دغه سوداګریزه جګړه چې د نړۍ اقتصاد ته ډېر زیان رسوي ښايي پای ته ورسېږي.

یو شمېر برخې چې له سوداګرۍ سره ډېرې تړلې وې لکه د کرنې او صنعت ددغې سودګریزې جګړې په واسطه سختې وځپل شوې.

د ونډو په بازا کې نسډاک درې عشاره څلور فیصده غورځېدلی چې دا د ۲۰۱۹ کال تر ټولو ښکته فیصدي ګڼل کېږي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د امریکا او چین ترمنځ دغه سوداګریزه جګړه په داسې وخت کې سخته شوې چې د امریکا اقتصاد کې یو نوی خوځښت رامنځ شوی و او یواځې ددې کال په لومړیو دریو میاشتو کې درې عشاریه دوه فیصده ښه شوی و.

ددې ترڅنګ په اپرېل کې په امریکا کې د بې کارۍ کچه درې عشاریه شپږو فیصدو ته ښکته شوې چې دا له ۱۹۶۹ کال راهیسې تر ټولو ښکته ګڼل کېږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي اوس د مالي مارکیټونو کې خرابوالی کولای شي په دغو برخو باندې هم منفي اغیزې ولري.

XS
SM
MD
LG