لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زرداري دنیولو امکان،محکمې نه یې له نیولو وړاندې ضمانت وغوښتو


په پاکستان کې دغبن په تورونو دپخواني وزیراعظم نوازشریف اؤ یو شمیر نورو سیاسي مشرانو له نیول کیدلو وروسته ددغه هیواد دپخواني صدر اؤ دپیپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري د نیولو امکان هم پیدا شوي چې له دې امله ښاغلي زرداري له نیونې وړاندې محکمې ته دضمانت خواست کړی دی.

دهیواد د احتساب محکمې پخوانی صدر اصف علي زراداري د هریش کمپنۍ دغبن په یوه دوسیه کې سبا محکمې ته بللی خو له دې ویرې چې دغلته نوموړي ونه نیول شي نن یې اسلام اباد هائیکورټ ته له نیول کیدو وړاندې د ضمانت عریضه کړې ده.

اسلام اباد هائیکورټ په ۲۹مه اپریل داصف زرداري په غوښته د هغه په ضد دنیب د روانو ټولو دوسیو تفصیلات غوښتي وؤ اؤ په ۱۴مئ نیب اسلام اباد هائیکورټ ته په دغه اړوند یو راپور سپارلی ؤ.

نیب محکمې ته ویلي چې دسترې محکمې په حکم یې د جعلي بانکي اکاونټونو پلټنې کړي اؤ اوس دټولو ۲۶ دوسیو پلټنې اؤ څیړنې رواني دي چې په هغې کې ۸ دوسیو کې د زرداري کردار مخې ته راغلی دی.

دهیواد پخواني صدر اسلام اباد هائیکورټ څخه پخپل درخواست کې غوښتنه کړې ده چې باید نیب د هغه له نیونې منعې کړي.

تر دې وړاندې دپاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف، دهغه دګوند یو شمیر نور مشران اؤ داصف علي زرداري دحکومت د دورې یو شمیر وزیران اؤ دهغه نزدې ملګري هم دنیب لخوا دغبن په تورونو نیول شوي .

دهیواد اپوزیشن ګوندونه په حکومت تور لګوی چې دخپلو سیاسي مخالفینو نه دنیب په ذریعه سیاسي انتقام اخلي خو حکومت اؤ نیب دا تورونه ردوي اؤ وایي هغوئ د غبن د تورونو بې پلوه پلټنې کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG